د ټولګټو محترم وزیر په بغلان ولایت کې د دهنه‌غوري سړک د جوړولو له پروژې څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۳:۱۴
د ټولګټو محترم وزیر په بغلان ولایت کې د دهنه‌غوري سړک د جوړولو له پروژې څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو محترم وزیر، الحاج ملا محمد عیسی ثاني، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په لړ کې، چې تخنیکي ټیم یې هم ملتیا کوله د بغلان ولایت په دهنه‌غوري ولسوالۍ کې د ۱۷.۶ کیلومتره سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه.

یاد سړک، چې د دهنه‌غوري ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي په اوږدو کې یې د ۵۱ پایو پلګوټو، ۱۶۰۵ مترو استنادي دېوالونو او د سړک د غاړې د ۱۷۹۰ مترو ویالو جوړول هم شامل دي، چې تر اوسه د استنادي دېوالونو او ۴۵ پایو پلګوټو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي. همدارنګه، د شاوخوا ۹ کیلومتره سړک د پرکارۍ چارې هم ترسره شوې دي.

د یادې پروژې چارې دا مهال له ۳۵ سلنه فزیکي پرمختګ سره روانې دي.

د ټولګټو محترم وزیر د دې پروژې د مراقبت کوونکو او تطبیق کوونکو ټیمونو او همدارنګه د قراردادي شرکت مسئولینو ته لارښوونه وکړه، چې د پروژې په پلي کولو کې له باکیفیته موادو څخه کار واخلي او د سړک چارې د تخنیکي مشخصاتو او ټاکلې مودې سره سمې بشپړې کړي.

دیادونې وړ ده چې په ياد ولايت کې د نهرین - خوست د ۱۲ کیلومتره سړک چارې هم په چټکۍ سره جریان لري.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۹
Background image

د تګاب – سروبي مسیر د ګارد ریلونو د نصب پروژه پیل شوه

د تګاب سروبي پر مسیر د ګارد ریلونو (کټارو ) د نصب پروژه ، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده. دغه پروژه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

BACK TO NEWS