د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال د ريلي همکاريو په موخه ايران ته سفر وکړ

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۴:۵۱
معین خط آهن وزارت فواید عامه به منظور گسترش همکاری‌های ریلی به ایران سفر کرد

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپينزې کرښې د مرستيال محترم مولوي محمد اسحاق صاحبزاده تر سرپرستۍ لاندې مل پلاوي د ايران هيواد د اوسپنې پټلۍ ادارې په رسمي بلنه دغه هيواد ته د ريلي همکاريو د پراختيا په موخه سفر وکړ.

ټاکل شوې ده، د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې د مرستيال تر سرپرستۍ لاندې مل پلاوی ددغه سفر په جريان کې د ايران هيواد د اوسپنې پټلۍ ادارې او نورو اړونده ادارو سره د خواف-هرات د اوسپنيزې کرښې له لارې د انتقالاتو پر زياتوالي او دوه اړخيزو ريلي همکاريو په تړاو خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال د خواف-هرات له لارې د سوداګريزو توکو انتقالات جريان لري او ددغه مسير يوشمېر برخې هم تر کار لاندې دي

...

11 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۴:۱۶
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د کابل ولايت له لوري د ۳۲ کیلومتره برخې څخه، چې دامهال یې تر ۱۶ کیلومترۍ پورې رغنیزې چارې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د کندز ولایت د چغه او آقتاش پلونو د ترمیم پروژه د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کندز ولایت د بنګي سیند پر سر د ۸۴ مترو په اوږدوالي او ۱۰ مترو پلنوالي سره د چغه پل، او همدا رنګه د ۱۰۰ مترو په اوږدوالي او ۸.۴ مترو په پلنوالي سره ده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۵۹
Background image

د قیصار – لامان حلقوي سړک د درېیم لاټ ۵۰ کیلومتره برخې رغنیزې چارې د څه باندې ۴.۶ میلیارده افغانیو په ارزښت جریان لري

د بادغیس ولایت اړوند د قیصار–لامان د حلقوي سړک د درېیم لاټ پروژه، چې ۵۰ کیلومتره اوږدوالی او ۱۲ متره پلنوالی لري، د ۴ میلیارده، ۶۵۲ میلیونه او ۵۳۶ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو. . .

BACK TO NEWS