د ټولګټو وزارت د عوایدو او قوای کار رئیسان معرفي شول

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۷:۳۹
د ټولګټو وزارت د عوایدو او قوای کار رئیسان معرفي شول

 د ټولګټو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزرا عالي مقام د (۱۴۴۶/۱۰/۲۲) نیټې د (۵۸۱۸) او (۵۸۲۰) ګڼو حکمونو پر بنسټ، محترم نظرمحمد "نظري" د یاد وزارت د عوایدو د رئیس په توګه او محترم مولوي کفایت اللّٰه "حق شناس" د یاد وزارت د قوای کار د رئیس په توګه وټاکل شول، چې د وزارت د یو شمیر مرکزي رئیسانو په شتون کې د اړوند ریاستونو کارکوونکو ته ور وپیژندل شول.

د یادو رئیسانو د معرفي غونډې پرمهال لومړی د ټولګټو وزارت د کارکوونکو چارو رئیس محترم انجنیر فضل الباري بلوڅ د نویو ټاکل شویو رئیسانو د مقررۍ په هکله د ریاست الوزرا عالي مقام حکمونه ولوستل.

 وروسته د وزارت یوشمېر منسوبينو؛ نويو ټاکل شويو رئيسانو ته په چارو کې د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د لا بریاوو غوښتنه وکړه.

دیادونې وړده چې د ټولګټو وزارت په تشکیل کې د قوای کار او عوایدو ریاستونه سږ کال نوي رامنځ ته شوي دي.

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS