د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو
د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په توګه په دویم بست کې وټاکل شو.
ښاغلی انجنیر محمد اکبر فایق د یو شمېر مرکزي رئیسانو په شتون کې د یاد ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
نوموړی په ټولګټو وزارت کې په کافي اندازه کاري تجربه لري او د یاد وزارت په بېلابېلو مسلکي بستونو کې یې دنده ترسره کړې ده.
په پای کې ګډونوالو نوموړي ته په چارو کې د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د توفیق او لا بریاوو غوښتنه وکړه.
