د ټولګټو وزارت د یو شمیر ولایتي ریاستونو ورځني فعالیتونه
هیوادوالو ته د ترانسپورتي اسانتیاوو د برابرولو په موخه د ټولګټو وزارت ټول ولایتي ریاستونه له شته ماشینري او اړوند تخنیکي پرسونل څخه په ګټې اخیستلو سره هره ورځ د هیواد په بیلابیلو برخو کې د سړکونو، لویو لارو، پلونو او پلګوټو ویجاړې شوې برخې ترمیم او بیارغوي او همدارنګه له شته سړکونو او پلونو څخه دوامداره ساتنه او څارنه کوي، چې د یو شمیر ولایتونو د نن ورځې فعالیتونه په لاندې ډول دي:
د بدخشان ولایت د یفتل پایان ولسوالۍ په لنګر سیمه کې د ۱۰ کیلومتره سړک رغولو (احداث) کار پیل شوی دی، د یاد سړک په رغولو سره به د شهربزرګ ولسوالۍ د علیکل بندر له لارې د بخشان ولايت له مركز سره ونښلي.
بل لورته د لغمان ولایت اړوند د کابل - جلال اباد عمومي سړک شولډرونو د ترمیم او پر دغه مسیر د ویالو، واشونو او پلګوټو د پاکولو کار دوام لري.
په ورته مهال، د سالنګ لویې لارې په بیلا بیلو برخو کې د سړک د ټپي برخو د پینه کاري، چغل اچونې او د پلګوټو د ترمیم او پاک کاري چارې روانې دي. دغه راز؛ په فاریاب ولایت کې د دولت آباد – اندخوی ولسوالیو عمومي سړک د ټپي برخو د داغګیري کار هم روان دی.
همدا شان، د پنچشیر ولایت د ټولګټو چارو رئیس د یاد ولایت د ۶۰ کیلومتره عمومي سړک د ترمیم او بارغونې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه او په ټاکلي وخت د یادې ترمیماتي پروژې پر بشپړېدو او د کار د غوره کیفیت په موخه يې اړوند مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر