د ټولګټو وزارت مرکزي او ولایتي کار کوونکو لپاره درې ورځنی سمینار دایرشو

ashraf_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۰:۳۶
د ټولګټو وزارت مرکزي او ولایتي کار کوونکو لپاره درې ورځنی سمینار دایرشو

د ټولګتو وزارت د ترانسپورتي زير بناو انسټیټوت عمومي ریاست له خوا د دغه وزارت ۶۰ تنه مرکزي(دسړکونوریاست او زیان مننونکو نقطو ریاست) او ولایتي کارکوونکو(کاپیسا، لوګر، میدان وردګ، پنجشیر، پروان او سالنګونو) ریاستونو کار کونکوته ته دایر شو.

په دغه سمینار کې اداري، مالي، تخنیکي، ساتنې او څارنې اړوند موضوعات د مسلکي او تجربه لرونکو استادانو له لوري تدریس شول.

د دغه سمینار په ورستۍ ورځ د ټولګټو وزارت تخنیکي معین محترم مولوي عبدالکریم فاتح ګډون او خبرې وکړې وې ویل:

زموږ او ستاسو مسؤلیت مهم دروند دی هیله ده، چې له دغه سمینار څخه مو مهم او ګټور موضوعات زده کړي وي.

تخنیکي معین زیانه کړه: سړکونه د هېواد ملي شتمني ده او په هر کیلو متر يې  ملیونونو ډالر لګښت راغلي دي؛ نو لازمه ده چې ساتنه او څارنه یې وشي.

دغه سمینار د ترانسپورتي زيربیناو انسټیټوت له لوري ګډونوالوته د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسېد.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS