د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د ۱.۵ کیلومتره سړک رغنیز کار دوام لري

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۷ - ۱۴:۸
د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د ۱.۵ کیلومتره سړک رغنیز کار دوام لري

دا کانکریټي سړک چې ۱.۵ کیلومتره اوږدوالی لري، د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ اړوند په قلعه ملک کلي کې جوړیږي چې اوس مهاله یې د رغونې کار دوام لري

د یاد سړک رغنیز کار د څه باندې ۱۴ میلیون افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او یوه خصوصي ودانیز شرکت تر منځ تړون شوی، چې مالي لګښت یې د هیواد له ملي بوديجې څخه ورکول کیږي

د دې پروژې د رغنیز کار پرمهال، د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ اوسېدونکو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول ۹۳۹۹ کاري ورځي رامنځته شوي، چې د سړک د رغنیز کار له بشپړیدو سره به د قلعه ملک کلي په ګډون د سړک اړوند کلیو د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې ترپخوا کمې شي

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

4 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۲۳
Background image

د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تغییر او تبدیل شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۱۴۴۷/۶/۲۹) نېټې د (۴۵۴۱) ګڼې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر عبدالواسع صابري، چې تر دې وړاندې یې د ټولګټو وزارت د سړکونو د خوندیتوب او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل–کندهار لویې لارې اړوند، د کابل–غزني د دویم لین سړک په اوږدو کې د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې او د ټولګټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د سږ کال پلان شویو برخو د بیارغونې کار بشپړ شو

د سالنګونو لویه لار د افغانستان له مهمو او بنسټیزو ترانزیتي لویو لارو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي. دغه ستره ترانزیتي لاره د حیرتان، شیرخان او آقینې. . .

BACK TO NEWS