د کاپیسا له دانش تر مغان پل پورې د غځیدلي سړک رغنیز کار دوام لري

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۴ - ۱۶:۲۴
د کاپیسا له دانش تر مغان پل پورې د غځیدلي سړک رغنیز کار دوام لري

د کاپیسا ولایت له دانش تر مغان پُل پورې غځیدلی سړک چې ټولټال ۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري رغنیز کار یې دوام لري، دا سړک چې په دریو برخو ویشل شوی د یوې برخې رغنیز کار یې بشپړ شوی او په نږدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي خو د پاته دوو برخو رغنیز کار دوام لري.

د سړک دویمه برخه ۶.۷۸۰ کیلومتره اوږدوالی، ۶ متره پلنوالی لري همدارنګه د یاد سړک په اوږدو کې په بیلابیلو برخو کې ۷۱ پایې پُلګوټې او ۲۳۲۳ متره د سړک غاړو لښتې شامل دي چې د څه باندې ۱۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوی، تر دې مهاله یې د جوړلو کار ۸۱.۴۳ سلنه کاري پرمختګ لري.

د یاد سړک دریمه برخه ۵.۴۵۱ کیلومتره اوږدوالی، ۶ متره پلنوالی لري، په بیلابیلو اندازو کې ۶۲ پایې پُلګوټي، ۵۵ متره استنادي دیوال او ۳۵۳۰ متره لښتې شامل دي چې رغنیزې چارې یې د څه باندې ۷۳ میلیونه افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوی.

ديادوني وړ ده، چې د یادو پروژو مالي لګښت د افغانستان حکومت له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي، چې له پلي کیدو سره به یې د سیمې خلکو ته پر کارې بوختیاوو سربیره ترانسپورتې ستونزې هم هوارې شي، د هوا په پاکوالی کې به اغیزمن رول ولري او دغه راز به د کاپیسا ولایت اوسېدوونکې په اسانه ډول ښوونې او روغتیایې چوپړتیاوو ته لاس رسی پیداکړي.

ټولګټو وزارت ـ کابل

د وري ۱۴مه، ۱۴۰۰

 

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۳:۴۷
Background image

په تېره اوونۍ کې د ټولګټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۵۱۷۵۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره اوونۍ کې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د کب / حوت میاشتې له ۲۹ نیټې څخه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وري / حمل میاشتې تر ۶ نیټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لاری۱۵۱۷۵۰  متریک ټنه انتقالات شوي دي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

BACK TO NEWS