د کندهار ۔ اروزګان لویې لارې د اساسي ترمیم او بیارغونې کار جریان لري

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۱۴:۳۷
د کندهار ۔ اروزګان لویې لارې د اساسي ترمیم او بیارغونې کار جریان لري

د ټولګټو وزارت له لوري، د کندهار – اروزګان لویې لارې د اساسي ترمیم او بیارغونې کار جریان لري. 

دا لویه لار، چې ١١٠ کیلومتره اوږدوالی او ٧ متره پلنوالی لري، د کندهار له ارغنداب ولسوالۍ څخه پیل له نیش او خاکریز ولسوالیو څخه په تېرېدو د ترینکوټ – دهراود ولسوالۍ له سړک وصلیږي، چې په څلور برخو ویشل شوي او دا مهال د دریو برخو د بیارغونې کار جریان لري. 

د یادې پروژې د کار پر مهال د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې او د کار له بشپړېدو سره به يې د اروزګان ولایت د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.

...

۱ کال 6 میاشتې ago

...

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۹:۵۷
Background image

د تولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال د مشهد له والي او یو شمېر سوداګرو سره وکتل


د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال محترم مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د خراسان رضوي د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۰:۱۶
Background image

د زابل ولایت په شينکۍ ولسوالۍ کې د يو پايه اوسپنيز کانکریټي پل د ترمییم او بیا رغونې چارې د ۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې

د زابل ولایت په شينکۍ ولسوالۍ کې د قلات - شينکۍ پر مسير د يو پايه اوسپنيز کانکریټي پل د ترمیم او بیا رغونې چارې بشپړې شوې او نن د یو شمېر سیمه اییزو مسئولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۴:۲۶
Background image

د کندهار - هرات لویې لارې اړوند د ۸ محرابه مسجدونو ودانیزې چارې د شاوخوا ۲۵۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

ټولګټو وزارت د کندهار - هرات لویې لارې اړوند د ۸ محرابه مسجدونو ودانیزې چارې د شاوخوا ۲۵۹‌۸۹۵۰۶۰ ميلیونو افغانيو په ارزښت له بیلا بیلو ودانیزو شرکتونو سره قرارداد کړي چې دامهال یې. . .

BACK TO NEWS