د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اوسپنې پټلۍ په انتقالاتو کې (۱۱.۱۵) سلنه زیاتوالی راغلی

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۵:۶
د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اوسپنې پټلۍ په انتقالاتو کې (۱۱.۱۵) سلنه زیاتوالی راغلی

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو کچه د تېر کال د شپږو مياشتو په پرتله (۱۱.۱۵) سلنه لوړه شوې ده.

د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال (۱۹۶۲۶۵۹) مټريک ټنه انتقالات ترسره شوي وو، خو د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دغه کچه (۲۱۸۱۵۴۴) مټريک ټنه ته لوړه شوې ده.

په تيرو شپږ مياشتو کې تېل، مايع ګاز، غنم، اوړه، غوړي او داسې نور غذايي او ساختماني مواد هيواد ته وارد او وچه مېوه، د آنارو جوس، معدني ډبرې، کچالو او وريجې ټرانزيټ او صادر شوي دي.

د اوسپنې پټلۍ د انتقالاتو او صادراتو په برخه کې دغه (۱۱.۱۵) سلنه زیاتوالی د هېواد په کچه یو مثبت اقتصادي پرمختګ بلل کېږي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

...

2 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۱
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د عقرب له ۲مې څخه د عقرب تر ۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۹۷۶۳۷) ټن. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۱:۳۴
Background image

د سمنګان – بلخ لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه

د سمنګان – بلخ لویه لار، چې د تېرې شپې زلزلې او غر ښویېدنې له امله د تاشقرغان تنګي په سیمه کې د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه  د سمنګان ولایت  د ټولګټو ریاست او د ملي دفاع وزارت د پرسونل په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۳۵
Background image

په بلخ ولايت کې د کشنده – زاري ولسوالیو ترمنځ ٢٨ کیلومتره سړک د جغل اچولو او هموارکارۍ چارې بشپړې شوې

د ټولګټو وزارت له لوري د بلخ ولايت د کشندې او زاري ولسوالیو ترمنځ د غځېدلي ٢٨ کیلومتره سړک د جغل اچولو او هموارکارۍ چارې بشپړې او د یاد ولایت د ټولګټو رياست رئيس الحاج مولوي عبدالصبور. . .

BACK TO NEWS