ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال د هېواد ختیځ زون ته سفر وکړ

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۳:۵۷
ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال د هېواد ختیځ زون ته سفر وکړ

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د یو تخنیکي او مسلکي پلاوي په ملتیا د ټولګټو وزارت د روانو رغنیزو او زیربنایي پروژو د ارزونې، څارنې او کاري بهیر د نږدې کتنې په موخه د هېواد ختیځ زون ته سفر وکړ.

نوموړي د دغه سفر په ترڅ کې په لغمان ولایت کې د ده‌ زیارت پل، د علیشنګ او دولت‌شاه ولسوالیو پر مسیر د استنادي دېوالونو د جوړولو او د کنړ – نورستان عمومي سړک له رغنیزو چارو څخه له نږدې لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې محترم معاون صاحب؛ د یادو پروژو  قراردادي شرکتونو مسؤلینو او تخنیکي ټیمونو ته د کار د چټکتیا، د ساختماني چارو د لوړ کیفیت، د تخنیکي معیارونو رعایت او په ټاکلي وخت د پروژو د بشپړیدو په اړه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ چې ټولې پروژې باید د منظور شویو تخنیکي نقشو او قراردادونو له مخې په شفاف او معیاري ډول تطبیق شي، څو د خلکو اړتیاوې په دوامدار ډول پوره شي.

دغه راز به د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال د یاد سفر په دوام د ننګرهار، نورستان او کنړ ولایتونو د تر کار لاندې سړکونو، پلونو او نورو زیربنایي پروژو څخه هم لیدنه وکړي او د هغو د کاري وضعیت ارزونه به وکړي.

...

3 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۳:۵۷
Background image

ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال د هېواد ختیځ زون ته سفر وکړ

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د یو تخنیکي او مسلکي پلاوي په ملتیا د ټولګټو وزارت د روانو رغنیزو او زیربنایي پروژو د ارزونې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۶
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۶۳۴۳۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال قوس له ۱۴مې څخه د قوس تر ۲۰مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۶۳۴۳۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۱۱۷۲۱۳) ټنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۳:۲۱
Background image

په پنجشیر ولایت کې د ۶.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو پایو پلونو د ترمیم او بیا رغونې چارې بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت لخوا د پنجشیر ولایت د رخه ولسوالۍ د قابضان او د پریان ولسوالۍ د مرغابي‌ دان پلونو د ترمیم او بیا رغونې چارې د ۶.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته. . .

BACK TO NEWS