په بامیانو کې د یوه ۵۷ متره پُل د جوړولو کار ۱۲ سلنه پرمختګ لري

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۱۲:۳۸
په بامیانو کې د یوه ۵۷ متره پُل د جوړولو کار ۱۲ سلنه پرمختګ لري

دا آهن کانکریټي ګاډري پُل چې ۵۷ متره اوږدوالی لري، د بامیانو ولایت د ورث ولسوالۍ اړوند په قول حیدر کلي کې جوړیږي، چې ۱.۵ کیلومتره سړک هم لري
د دې  پروژې تړون د څه باندې ۴۴ ميلیونه افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړل شوی چې تر دې مهاله یې د جوړلو چاري له ۱۲ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري
د یادې پروژې د رغنیز کار پر مهال د سیمې اوسېدوونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۹۷۰ کاري ورځو رامنځته کیدو اټکل شوی او له بشپړیدو ورسته به ترې ۶۴۷ تنه په مستقیم ډول ګټه واخلي
همدارنګه د هلمند پر سیند د یاد پُله له بشپړیدو سره به، بامیان ولایت د ناهور د دښتې له لارې له غزني ولایت او د غورګردان کوتل له لارې د وردګو له بهسودو ولسوالۍ سره ونښلوي، چې د یادو ولسوالیو په اتصال کې بیساري اهمیت لري او د پُل شاوخوا کلیو د اوسېدوونکو د تګ راتګ ستونزي به ورسره هواري کړي
ټولګټو وزارت ـ کابل

...

7 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲۱
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر د کابل - جلال‌آباد لویې لارې د غر ښویېدنې له سیمې (تنګي غارو) څخه لیدنه وکړه

نن شنبه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل - جلال‌آباد لویې لارې تنګي غارو سیمې ته سفر وکړ او هلته یې د غر ښویېدنې له سیمې څخه په داسې حال کې له نږدې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۱
Background image

په کب میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال دکب/حوت مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې۴۹۰۸۳۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۷۰۸۰۸ټنه، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۳:۴۷
Background image

په تېره اوونۍ کې د ټولګټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۵۱۷۵۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره اوونۍ کې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د کب / حوت میاشتې له ۲۹ نیټې څخه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وري / حمل میاشتې تر ۶ نیټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لاری۱۵۱۷۵۰  متریک ټنه انتقالات شوي دي. . .

BACK TO NEWS