په سمنګان ولایت کې د یوې پايې تلې د مکمل کمپلکس چارې د څه باندې ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۵
په سمنګان ولایت کې د یوې پايې تلې د مکمل کمپلکس چارې د څه باندې ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې

د ا.ا.ا د تولګټو وزارت لخوا د سمنګان ولایت په ایرګنک سیمه کې د سړکونو له ویجاړېدو څخه د مخنیوي او د لوړ تناژ باروړونکو وسایطو د وزن د کنترول په موخه د یوې پايې تلې د مکمل کمپلکس( د تلې د نصبولو،  بریښنا، د تلې لپاره د یوې ودانۍ، د څښاک اوبو لپاره د یوې حلقې څاه د کېندلو او د تلې د نښلوونکو سړکونو) د رغولو چارې بشپړې او  دیاد ولایت د تولګټو رئیس، سیمه ییزو مسولانو او قومي مخورو په شتون کې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.

یاده تله د ټولګتو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د څه باندې ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې وه، چې د درې میاشتو په موده کې یې کار بشپړ شو، د یادې تلې په فعالیدو سره به د لوړ تناژ وسایطو وزن کنټرول او د سړک له ویجاړېدو څخه به مخنیوی وشي.

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۹:۱۴
Background image

په تېره اوونۍ کې د ټولګټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې 178421مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د کب/حوت میاشتې له ۱۵مې نېټې څخه تر ۲۱مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې 178421  مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې. . .

BACK TO NEWS