په لوګر ولایت کې د څه باندې يو میلیارده افغانیو په ارزښت د دوو پروژو چارې پیل شوې

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۸:۳۳
په لوګر ولایت کې د څه باندې يو میلیارده افغانیو په ارزښت د دوو پروژو چارې پیل شوې

د  ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په لوګر ولایت د څه باندې يو میلیارده افغانیو په ارزښت د دوو پروژو چارې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال او کفیل محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح ، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي جنت ګل سراج، یوشمیر سیمه ییزو مسؤلانو او قومي مخورو په شتون کې پیل شو.

د لوګر ولایت د مرکز پل‌علم له خضر سیمې څخه تر بادخواب روغني – برکي راجان – ده شيخ څلور لارې – د چرخ ولسوالۍ تر ډبرې پل پورې د ۳۲ کیلومتره سړک د رغونې پروژه د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د ۷۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې ده، چې د رغونې کار به یې ۲ کاله او ۶ میاشتو په موده کې بشپړ شي؛ همداراز د لوګر ولایت پوهنتون سړک جوړولو چارې هم د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د ۳۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي، چې د رغونې کار به یې ۱۴ میاشتو په موده کې بشپړ شي.

د یادو پروژو د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې سیمه ییز ترانسپورت منظم، د درنو هېوادوالو په ځانګړي ډول د یادو مسیرونو څخه د تلوونکو مسافرو او زده کړیالانو د تګ راتګ، د کرنیزو او سوداګریزو توکو د انتقال ستونزې په بشپړه توګه هوارې شي.

دا په داسې حال کې ده چې ټولګتو وزارت په دې وروستیو کې د هېواد په بېلا بیلو ولایتونو کې د سړکونو، لویولارو، پلونو او  پُلګوټو د رغونې، ترمیم او بیا رغونې په برخه کې د ګڼ شمیر پروژو چارې پیل کړې دي.

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS