په پروان کې د یوې پایې تلې د نصبولو کار بشپړ او ګټي اخیستنې ته وسپارل شوه
د ټولګټو وزارت له لوري، د لوړ تناژ باروړونکو موټرو د وزن د کنترول او د سړکونو د ساتنې او څارنې په موخه؛ د پروان ولایت په جنګل باغ سیمه د ۴.۵ سوه زره افغانیو په ارزښت د یوې پایې تلې (ترازو) د نصبولو کار بشپړ او د سیمه اییزو مسؤولینو لخوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
همدارنګه، د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې هم د یوې پایې تلې د نصبولو کار په چټکۍ سره جریان لري، چې په نږدې راتلونکي کې به یې چارې بشپړې شي.