په پکتیکا ولایت کې د دوو پروژو کار د شاو خوا ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړ او کټې اخیستنې ته و سپارل شوې
د ټولګټو وزارت لخوا په پکتیکا ولایت کې د دوو پروژو کار د دغه ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي محمد اکبر عادل او یو شمېر نورو سیمه اییزو مسؤلینو په شتون کې د شاو خوا ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړ او کټې اخیستنې ته و سپارل شوې.
ټولګټو وزارت په پکتیکا ولایت کې دوې پروژې چې یوه یې د پکتیکا – ګردیز ۱۰ کیلو متره سړک د ۱۴.۴۶ ملیونه افغانیو په ارزښت او دوهمه پروژه یې د پکتیکا – غزني لویې لارې د ۲۱ کیلومتره سړک د ترمیم او بیارغونې کار د ۷.۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو بیلا بیلو ودانیزو او سړک جوړونې شرکتونو سره قرارداد کړې وې؛ چې دا مهال یې رغنیزې چارې بشپړې او کټې اخیستنې ته و سپارل شوې.
د یادونې وړ ده چې د دغو پروژو د کار په جریان کې یوشمېر هېواد والوته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوي وه او په بشپړیودو یې دخلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شوې دي.