په کابل کې د افغانستان او ازبکستان د اوسپنې پټلۍ پلاوي ترمنځ ناسته ترسره شوه

ashraf_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۱ - ۱۰:۳۷
په کابل کې د افغانستان او ازبکستان د اوسپنې پټلۍ پلاوي ترمنځ ناسته ترسره شوه

د افغانستان او ازبکستان هیوادونو د اوسپنې پټلۍ د پلاوي ترمنځ پرون په ارګ کې او نن ورځ په ټولګټو وزارت کې ناسته ترسره شوه؛ په دې ناسته کې داړو لورو هوکړه وکړه، چې له مرکزي آسیا څخه سویلي آسیا ته د اوسپنې پټلۍ غځولو په موخه د  افغانستان، ازبکستان، پاکستان، روسیې او قزاقستان ترمنځ پنځه اړخیزه ناسته دوباره پیل شي او د دې ناستې پنځه اړخیز کاري ګروپونو لومړۍ ناسته به د ٢٠٢١ کال د ډسمبر میاشې په دویمه اونۍ کې په تاشکند ښار کې ترسره شي.

همدارنگه په یادو ناستو کې پريکړه وشوه چې افغانستان لوری دې د افغانستان په خاوره کې له مرکزي آسیا څخه سویلي آسیا ته د اوسپنې پټلۍ غځولو لپاره د وړاندیز شوي مسیر د سیمه ییزې کتنې په موخه بشپړ معلومات چمتو او د تاشکند په ناسته کې دې وړاندې کړي.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS