د بامیان ۔ غور لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه:
د بامیان – غور لویه لار، چې په بند بکک کوتل کې د ورستیو واورو له امله د ترافیکو پرمخ بنده شوي وه، د ټولګټو وزارت د رهبري له هدایت سره سم د بامیانو ولایت د ټولګټو ریاست د پرسونل په هڅو یاد مسیر له واورو څخه پاک کاري او د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شو او هلته بند پاته ترافیکي وسایط وژغورل شول.