د کندهار - سپین بولدک د دویم لاټ سړک چارې ۷۵ سلنه پرمختګ لري

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۴/۵ - ۱۵:۲۶
د کندهار - سپین بولدک د دویم لاټ سړک چارې ۷۵ سلنه پرمختګ لري

د کندهار - سپین بولدک دویم لاټ سړک ۳۹ کیلومتره اوږدوالی او ۱۱.۲ متره پلنوالی لري، چې اوس مهال یې رغنیزې چارې له ۷۵ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري.

د یاد سړک په اوږدو کې د ۲۴ او ۱۸۰ مترو په اوږدوالی سره دوه پایې پُلونه، ۶۶ پایې پُلګوټي او ۷ معبرونه هم شامل دي.

د کندهار سپین بولدک سړک، رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت او یوه خصوصي ودانیز شرکت ترمنځ تړون شوي، چې مالي لګښت یې د هیواد له پراختیايي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د سړک دا پروژه د افغانستان حکومت د مهمو پروژو له ډلي څخه ده، چې سویل لوېدیځ ولایتونه د چمن په سیمه کې له ډیورنډ فرضي کرښې سره نښلوي او د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

د دې پروژې د رغنیز کار په بهیر کې د سیمې اوسېدونکو ته کاري فرصتونه رامنځته شوي، چې د چارو له بشپړېدو سره به یې نه یواځې افغانستان له پاکستان سره ونښلي تر څنګ به یې د ټولنیزو چوپړتیاو ( ښوونیزو، روغتیایي او ښاري خدمتونو ته ) د خلکو لاس رسی اسانه شي.

د یادوني وړ ده، چې د سړک دا پروژه ټولټال ۷۹.۶ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د دویم لین لومړی لاټ یې د ۴۰ کیلومترو په اوږدوالي سره مخکي ګټي اخیستني ته سپارل شوی دی.

...

4 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل–کندهار لویې لارې اړوند، د کابل–غزني د دویم لین سړک په اوږدو کې د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې او د ټولګټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د سږ کال پلان شویو برخو د بیارغونې کار بشپړ شو

د سالنګونو لویه لار د افغانستان له مهمو او بنسټیزو ترانزیتي لویو لارو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي. دغه ستره ترانزیتي لاره د حیرتان، شیرخان او آقینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په قوس میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د قوس مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۸۹۶۴۲) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۵۰۷۵۲. . .

BACK TO NEWS