ټولگټو وزارت په ورستیو څلورو میاشتو کې د ګڼو ټولګټو پروژو د رغونې، ترمیم او بیا رغونې چارې بشپړې کړي دي:

ashraf_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۹/۲۸ - ۲۲:۳۰
ټولگټو وزارت په ورستیو څلورو میاشتو کې د ګڼو ټولګټو پروژو د رغونې، ترمیم او بیا رغونې چارې بشپړې کړي دي:

یکشنبه، د لیندۍ ٢٨مه - ١٤٤٣ د جمادی الاول ١٤مه

د ټولگټو وزارت مطبوعاتي کنفرانس د دې وزارت د مالي او ادارې معینیت د سرپرست مولوي بخت الرحمن شرافت او د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د سرپرست او ویاند مولوي حمیدالله مصباح له لوري د ا.ا.ا د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ترسره شو.

په دې کنفرانس کې د ټولگټو وزارت د مالي او ادارې معینیت سرپرست مولوي بخت الرحمن شرافت وویل: د شمالي او جنوبي سالنگ د ٣٠ کیلومتره لویې لارې ترمیم او بیارغول، د سالنګ لویې لارې اړوند د بابه مردان د پُل ترمیم، د ځینو لویو پُلونو په گډون د کابل - کندهار لویې لارې ترمیم او بیارغول، د کمپنۍ - میدان وردګو د ٨ کیلومتره دویم لین سړک رغول، د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې د سړک د ٢٣ ویجاړو شویو برخو ترمیم او بیارغول او په دې ولایت کې د ٢١ پُلگوټو ترمیمول او همدارنگه د ټولگټو وزارت د ولایتي ریاستونو د پرسونل او ماشینري لخوا د ځینو لویو لارو او سړکونو ترمیم او بیارغول هغه پروژې دي چې د ټولگټو وزارت له لوري یې رغنیزې چارې په تیرو څلور میاشتو کې ترسره شوي دي.

مولوي بخت الرحمن شرافت زیاته کړه؛ د هیواد په کچه د ژمي په موسم کې د واورې له کبله تر ٣٠٠ ډیر آسیب مننونکي ځایونه په نښه شوي، چې له دې ډلې تر دا مهاله د غزني، تخار، پنحشیر، بلخ، دایکنډي، بدخشان او غور ولایتونو د سړکونو د پاکولو تړونونه له خصوصي شرکتونو سره لاسلیک شوي دي او قراردادي شرکتونه مکلف دي چې د واورې اوریدلو او د ترانسپورتي مسیرونو د بندیدلو په وخت کې د روان کال د لیندۍ میاشتې له ٢٥ نیټې د ١٤٠١ کال تر وري میاشتې پورې د یادو ولایتونو بندې لارې له واورو څخه پاکي کړي.

هغه همدارنگه زیاته کړه، چې پاته واورینو ولایتونو ته یې نغدې پیسې لیږلې، تر څو د خپل ریاست د پرسونل او ماشینرۍ پر مټ د واورو له کبله بندې لارې پاکي کړي. د مالي او ادارې معینیت سرپرست همدارنګه وویل: د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت رهبري پلان لري؛ تر څو هغه پروژې چې رغنیزې چارې یې نیمگړي پاته دي په راتلونکي کې بشپړې کړي.

مولوي بخت الرحمن شرافت زیاته کړه: د ا.ا امارت له بریا ورسته د دې وزارت ټول وسایط او ماشینري راټوله شوې ده او همدارنگه د دې وزارت د هغو باتجربه کارکونکو غوښتنلیکونه بررسي شوي، چې وړاندې د بیلابیلو دلایلو له کبله له دندو گوښه شوي وو او ځینې یې بیا پر دندو گمارل شوي هم دي.

د کنفرانس په پای کې د مولوي بخت الرحمن شرافت له لوري د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول. د ټولگټو وزارت رسنیز دفتر

...

3 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل–کندهار لویې لارې اړوند، د کابل–غزني د دویم لین سړک په اوږدو کې د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې او د ټولګټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د سږ کال پلان شویو برخو د بیارغونې کار بشپړ شو

د سالنګونو لویه لار د افغانستان له مهمو او بنسټیزو ترانزیتي لویو لارو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي. دغه ستره ترانزیتي لاره د حیرتان، شیرخان او آقینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په قوس میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د قوس مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۸۹۶۴۲) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۵۰۷۵۲. . .

BACK TO NEWS