د ټولګټو وزارت د یو شمیر ولایتي ریاستونو ورځني فعالیتونه

ashraf_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۹ - ۱۲:۱۹
د ټولګټو وزارت د یو شمیر ولایتي ریاستونو ورځني فعالیتونه

هیوادوالو ته د غوره ترانسپورتي اسانتیاو د برابرولو په موخه؛ د ټولګټو وزارت ټول ولایتی ریاستونه هره ورځ د هیواد په بېلابیلو سیموکې له شته ماشینرۍ او تخنیكی پرسونل څخه په ګټې اخیستلو سره، د سړکونو، پلونو او پُلګوټو په ترمیم او بیارغونه بوخت وي. همداراز، له شته سړكونو او پلونو څخه په دوامداره توګه ساتنه او څارنه كوي. په همدې موخه، د یاد وزارت د یو شمېر ولایتي ریاستونو د نن ورځې فعالیتونو په لاندې ډول دي:

سالنګونه: د سالنګ لویې لارې اړوند په شمالي سالنګ کې د دوه کیلومتره سړک د کانکریټ اچونې کار په چټکۍ سره دوام لري.

پکتیکا: د پکتيکا ولايت د سرحوضې ولسوالۍ اړوند په پړاو سيمه کي د یوه پایه (۷۰) متره پل د سیلابونو له احتمالي ګواښ څخه خوندې شو او د اوبو مسیر له خاورو څخه د ډکو بوجونو په واسطه بد کړای شو. دغه راز، په یاد ولایت کې د ښرنې – انګور اډې پر مسیر یو شمیر پلګوټي له خاورو او شګو څخه پاک کاري شول.

 بدخشان: د بدخشان ولایت په دهندره سیمه کې د یوه پایه ویجاړ شوي پُل د ترمیم کار د سیمې د خلکو په مرسته جریان لري، د یاد پل د ویجاړېدو له امله د شهر بزرګ ولسوالۍ سړک له مرکز سره بند و، چې د کار له بشپړېدو سره به یاده ترانسپورتي ستونزه هواري شي. په ورته وخت کې، د کشم ولسوالۍ په مادابه سیمه کې د یوې پایې تلې (ترازو) لپاره د ودانۍ جوړلو چارې هم دوام لري.

لغمان: د هیواد په ختیځ لغمان ولایت کې د کابل – جلال آباد عمومي سړک د شولډرونو د ترمیم او پر دغه مسیر د ویالو، واشونو او پلګوټو د پاکولو کار دوام لري.

 دټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

10 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۲:۳۶
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معین د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان هېواد ته سفر وکړ او د یاد هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رئیس سره یې وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معین، محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان هېواد ته سفر وکړ او د دغه سفر په ترڅ کې یې د یاد هېواد د اوسپنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۴:۱۱
Background image

د بګرام – جبل السراج دویم لین سړک د قیر اچونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري، د بګرام له دوه‌لارې څخه د پروان ولایت د جبل‌السراج ولسوالۍ تر بازار پورې د ۲۵.۶ کیلومتره په اوږدوالي او ۱۰.۲ متره پلنوالي سره د کابل پروان د دویم لین. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري د قوشتپې–درزاب سړک د جوړولو چارې په درېیو برخو کې روانې دي

د قوشتپې–درزاب سړک، چې ۵۱ کیلومتره ټولیز اوږدوالی لري، د اساسي رغونې چارې یې د ۱ میلیارد او ۵۱۳ میلیونه او ۷۳۲ زره افغانیو په ارزښت، د ډیزاین‌بلټ  په بڼه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي. . .

BACK TO NEWS