د ټولګټو وزارت د سلنګونو د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکي د درنو هیواد والو د هوساینې په موخه شپه او ورځ په کار بوخت دي

kalim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۸:۵۹
د ټولګټو وزارت د سلنګونو د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکي د درنو هیواد والو د هوساینې په موخه شپه او ورځ په کار بوخت دي

لکه څنګه چې درنو هیوادوالو ته څرګنده ده، په وروستیو ورځو کې د سالنګونو لویې لارې په اوږدو کې د واورې دوامداره اورښت جریان لري، تېره شپه شاوخوا یوه بجه د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست محترم رئیس او مؤظفو کار کوونکو د هیوادوالو د هوسا تګ راتګ په موخه له یو پلوه د یادې لویې لارې په بېلابېلو برخو کې د خاورې او مالګې په شیندلو بوخت وو او له بله پلوه د ترفیکي وسایطو د کنټرول، چین تړلو او د هیوادوالو د ځان او مالي د خونديتوب لپاره په نیمه شپه هلې ځلې وکړې.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست محترم رئیس او مؤظف پرسونل شپه او ورځ په شدیده یخنۍ کې درنو هیوادوالو ته د تګ راتګ بشپړې اسانتیاوې برابروي.

۱۲ قوس د ټولګټو وزارت رسنیز مرکز

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر په هلمند ولایت کې د یو شمېر پروژو روانې چارې و ارزولې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د یوه تخنیکي پلاوي په ملتیا هلمند ولایت ته د خپل کاري سفر په دوام، د ګرشک – موسی‌کلا مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک، د ګرشک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۵:۲۷
Background image

د کندهار – هلمند لویې لارې د دویم لین سړک د آسفالټ چارې پیل شوې

د کندهار – هرات لویې لارې د دویم لین سړک اړوند، د کندهار ولایت له باغ پل څخه د هلمند ولایت تر ګرشک دوراهي سیمې پورې د دویم او درېیم لاټ ۵۲ کیلومتره سړک د رغونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۵۴
Background image

په تله میاشت کې د اوسپنیزې لارې څخه ۸۲۸۹۶۸ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د تلې/ میزان مياشتې له پيله تر پايه د افغانستان د اوسپنیزې لارې څخه ۸۲۸۹۶۸ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۵۳۶۴۳۰ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۶۱۹۵۱ ټنه،. . .

BACK TO NEWS