د هيواد د لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۱۳:۵۴
د هيواد د لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

د سالنګ لویه لار: په سالنګونو کې هوا لمر ده، دامهال یاده لویه لار د واورې د زیاد ضخامت او د هيواد والو د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه د ترافیکو پرمخ تړلې ده، د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست پرسونل د واورو په پاکولو بوخت دي؛ تر څو یاده لویه لار ژر تر ژره د ترافیکو پر مخ پرانیزي.

سرپل: په سرپل ولایت کې د قم کوتل او د البدر ولسوالۍ مسیرونه د ترافیکو پرمخ تړلي دي، چې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست له لوري یې د واورې پالکولو چارې جریان لري.

همدارنګه په بدخشان، تخار او فاریاب ولایتونو کې هم په تیرو دریو ورځو کې درنه واوره ورېدلې ده، چې دا مهال یې د اړوندو ولایتي ریاستونو او قراردادي شرکتونو له لورې له سړکونو او زیان منونکو سیمو څخه د واورې پاکولو کار په چټکۍ سره جریان لري.

د یادونې وړ ده، چې تیره ورځ په دایکندي، غزني او بامیان ولایتونو کې هم ځينې نښلوونکي مسیرونه د تیزې واورې د اوښتونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوي و، چې د اړوند ولایتي ریاستونو په دوامداره هلوځلو د ترفیکو پرمخ پرانیستل شول.

ټولګټو وزارت له ټولو درنو هېوادوالو او موټر چلوونکو څخه په ډير درنښت هيله کوي، چې د یادو لویو او سړکونو څخه‌ د سفر پرمهال دې د وسایطو لپاره ځنځیر (چين)، ژمنۍ گرمې جامې او د اړتیا وړ خوراکي توکي له ځان سره ولري، ترافيکي قوانین دې مراعت کړي، د د موظفینو لارښوونو ته دې پاملرنه وکړي او له بي ځايه سبقت څخه دي په کلکه ډډه وکړي.

د مرغومې۱۶مه د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

2 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۳:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د ثورې پل د ترمیم چارې د څه باندې ۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د بادغیس – میمنې مسیر اړوند د ثورې په نوم تخریب شوي پل د ترمیم چارې د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۱
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د عقرب له ۲مې څخه د عقرب تر ۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۹۷۶۳۷) ټن. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۱:۳۴
Background image

د سمنګان – بلخ لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه

د سمنګان – بلخ لویه لار، چې د تېرې شپې زلزلې او غر ښویېدنې له امله د تاشقرغان تنګي په سیمه کې د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه  د سمنګان ولایت  د ټولګټو ریاست او د ملي دفاع وزارت د پرسونل په. . .

BACK TO NEWS