تیره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۷۵۸۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د اسد مياشتې له ۳مې څخه تر ۹مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۷۵۸۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې (۶۴۰۰۸) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۱۳۴۹۷) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۰۳۵۷) ټنه او د خواف –هرات له لارې (۹۷۲۵) ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال (۹۷۵۸۷) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۱۲۶) ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه ده.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.