د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کابل – جلال آباد لویې لارې له دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۵:۵۷
د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل – جلال آباد لویې لارې له دویم لین سړک د کابل ولايت له لوري د پخواني کانکریټي سړک په دوام  د ۳۲ کيلومتره برخې له کاري بهیر، کرش پلانتونو او لابراتوار څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه، چې د یاد وزارت تخنیکي پلاوي او د یو نورسل شرکت رئیس یې ملتیا کوله.  د یادې لیدنې په لړ کې د ټولکټو وزارت محترم وزیر د یاد سړک تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکت مسئولینو ته د کار د چټکتیا، غوره کیفیت، د یاد سړک د پاتې برخو د سروي او ډیزاین ترسره کولو او درنو هیوادواولو

د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل – جلال آباد لویې لارې له دویم لین سړک د کابل ولايت له لوري د پخواني کانکریټي سړک په دوام  د ۳۲ کيلومتره برخې له کاري بهیر، کرش پلانتونو او لابراتوار څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه، چې د یاد وزارت تخنیکي پلاوي او د یو نورسل شرکت رئیس یې ملتیا کوله.

د یادې لیدنې په لړ کې د ټولکټو وزارت محترم وزیر د یاد سړک تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکت مسئولینو ته د کار د چټکتیا، غوره کیفیت، د یاد سړک د پاتې برخو د سروي او ډیزاین ترسره کولو او درنو هیوادواولو ته د آسانتیاوو برابرولو په هکله لازمې لاښوونې وکړې او د یو نورسل شرکت رئیس ته لار ښوونه وکړه چې د یاد سړک د چارو د ګړندي کیدو لپاره دې په سیمه کې د فعال کرش پلانټ تر څنګ یو بل کرش پلانټ هم فعاله کړي.

د کابل – جلال آباد لویه لار په خاص ډول یاده برخه، چې د کابل ولايت له لوري د پخواني کانکریټي سړک په دوام ۳۲ کيلومتره اوږدوالی لري؛ د نورو هوارو لويو لارو او سړکونو په پرتله د غرونو په لوړو او ژورو سیمو کې تیریږي، په همدې اساس د غونډیو کټینګ او د ژورو ځایونو ډکول او هوارول ډېر وخت ته اړتیا لري، د ټولګټو وزارت محترم وزیر د یادې برخې د قرار دادي شرکت مسئولانو ته لارښونه وکړه چې په سیمه کې دې ماشینري زیاته کړي، ترڅو د یادې لویې لارې کاري بهیر له ځنډ سره مخ نشي.

د کابل – جلال آباد دویم لین سړک، چې شاوخوا ۱۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري او له ډلې یې د ۶۵ کیلومتره سړک د ننګرهار او کابل ولایتونو له لورې له وړاندې په کانکریټي ډول رغول شوی و او  پاتې ۸۳ کیلومتره یې په دریو بېلابېلو برخو تقسیم شوی، چې لومړۍ برخه يې ۲۲ کيلومتره اوږدوالی لري او دویمه برخه یې د کابل ولايت له لوري د پخواني کانکریټي سړک په دوام  ۳۲ کيلومتره اوږد والی لري، چې رغنیزې چارې یې له خصوصي سکتور سره قراداد شوې دي او دامهال په چټکۍ سره جریان لري.

 د یادونې وړ ده، چې د ا.ا.ا ټولګټو وزارت د یادې لویې لارې اقتصادي او ټرانزیټي اهميت ته په کتو، د درنو هيوادوالو د ټرانسپورتي ستونزو د حل او د کابل – جلال آباد لويې لارې د اوسني سړک د ټرافيکي ګڼې ګوڼې د مخنيوي په موخه د يادې لويې لارې د دويم لين سړک د اساسي رغونې کار پيل کړی دی، چې د سړک د چارو په بشپړیدو سره به د درنو هېواد والو او سوداګرو ستونزې حل شي.

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS