په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۵۴۸۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۱:۳
په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۵۴۸۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د عقرب له ۹مې څخه د عقرب تر ۱۵مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۵۴۸۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۹۷۳۹۶) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۸۰۵۷) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۸۸۲۳) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۱۱۲۱۱) ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال (۱۳۵۴۸۷) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۲۶۹) ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې  د انارو جوس دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.

...

2 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۳۸
Background image

په بادغیس ولایت کې د جوند ولسوالۍ د ۱۵ کیلومتره سړک د جغل اچونې چارې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په بادغیس ولایت کې د جوند ولسوالۍ د ۱۵ کیلومتره سړک د جغل اچونې چارې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې او د یاد ولایت د ټولګټو رئیس، مسئولینو، علماوو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۳:۲۶
Background image

د ټولګټو وزارت یوه پلاوي د کابل – غزني دویم لین سړک له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ټولگټو وزارت د وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د هدایت پر اساس د یاد وزارت د قوای کار رئیس محترم مولوي کفایت الله حق شناس او د ترانسپورت او میخانیکي چارو د تنظیم رئیس محترم مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۱:۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۵۴۸۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د عقرب له ۹مې څخه د عقرب تر ۱۵مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۵۴۸۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۹۷۳۹۶) ټ. . .

BACK TO NEWS