ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال د هېواد ختیځ زون ته سفر وکړ

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۳:۵۷
ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال د هېواد ختیځ زون ته سفر وکړ

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د یو تخنیکي او مسلکي پلاوي په ملتیا د ټولګټو وزارت د روانو رغنیزو او زیربنایي پروژو د ارزونې، څارنې او کاري بهیر د نږدې کتنې په موخه د هېواد ختیځ زون ته سفر وکړ.

نوموړي د دغه سفر په ترڅ کې په لغمان ولایت کې د ده‌ زیارت پل، د علیشنګ او دولت‌شاه ولسوالیو پر مسیر د استنادي دېوالونو د جوړولو او د کنړ – نورستان عمومي سړک له رغنیزو چارو څخه له نږدې لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې محترم معاون صاحب؛ د یادو پروژو  قراردادي شرکتونو مسؤلینو او تخنیکي ټیمونو ته د کار د چټکتیا، د ساختماني چارو د لوړ کیفیت، د تخنیکي معیارونو رعایت او په ټاکلي وخت د پروژو د بشپړیدو په اړه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ چې ټولې پروژې باید د منظور شویو تخنیکي نقشو او قراردادونو له مخې په شفاف او معیاري ډول تطبیق شي، څو د خلکو اړتیاوې په دوامدار ډول پوره شي.

دغه راز به د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال د یاد سفر په دوام د ننګرهار، نورستان او کنړ ولایتونو د تر کار لاندې سړکونو، پلونو او نورو زیربنایي پروژو څخه هم لیدنه وکړي او د هغو د کاري وضعیت ارزونه به وکړي.

...

9 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۸
Background image

د سالنګ لویې لارې اړوند سویلي سالنګ د ۱۵ کیلومتره برخې د اساسي بیارغونې قرارداد د څه باندې ۱.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت لاسلیک شو

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سالنګ لویې لارې د اساسي بیارغونې د چارو په دوام، د هېواد د دې مهمې ترانزیټي لویې لارې اړوند سویلي سالنګ د ۱۵ کیلومتره سړک د اساسي بیارغونې قرارداد له مبارز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۵
Background image

د قیصار – لامان حلقوي سړک د پنځم لاټ د جوړولو چارې د ټولګټو وزارت له لوري روانې دي

د قیصار – لامان ۲۵ کیلومتره حلقوي سړک د پنځم لاټ اساسي رغونې پروژه د ۱ میلیارد او ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرارداد شوې ده او دا مهال یې د رغونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۴۴
Background image

په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد کچه د ۱۴۴۶ هـ.ق کال په پرتله ۷۷.۹ سلنه لوړه شوې ده

په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ بندرونو او د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۷ میلیونه ۶۰۲ زره ۴۱۹ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۵۱۶۹۹۸۵ ټ. . .

BACK TO NEWS