داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا-د کندز ولایت په مرکز د پل الچین په سیمه کې  د (۲) جریبه، (۶) بسوه او (۱۸) بواسه ځمکې ورکولو پروسه

kalim_admin
2 جریب 6 بسوه (18) بواسه زمین مازاد ملکیت وزارت فواید عامه واقع مركز ولایت کندز پل الچین

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ترڅود کندز ولایت په مرکز د پل الچین په سیمه کې  د (۲) جریبه، (۶) بسوه او (۱۸) بواسه ځمکه د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت څخه د کرایه ورکولو پروسه کې ګدون وکړي،له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه، چې غواړي په دې برخه کې پانګونه وکړي، په درنښت غوښتنه کېږي، ترڅو یوه اغېزمنه او د پلي کېدو وړ اقتصادي طرحه د یادې ځمکې د سوداګریزو، صنعتي، خدماتي او ورته تأسیساتو د جوړولو لپاره ترتیب کړي، او خپله طرحه د ۱۴۰۴ کال د جدی ۱۱مه نېټه، د سهار لسو بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو آمریت ته، چې د صدارت څلور لارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت ترڅنګ او د ملي احصایې او معلوماتو ادارې څنګ ته موقعیت لري، وسپاري.

د طرحې (پلان) محتوا باید لاندې موارد ولري:

۱-       د ځمکې د کارونې  ډول او هدف په روښانه توګه تشریح کړي؛

۲-       د پلان شویو تأسیساتو ابتدایي طرح وړاندې کړي؛

۳-       اقتصادي تحلیل او د لګښتونو ابتدایي اټکل وړاندې کړي؛

۴-       د پروژې د تطبیق مهالوېش (ټایم‌لاین) مشخص کړي؛

۵-       د طرحې احتمالي اقتصادي او ټولنیزې ګټې روښانه کړي؛

۶-       د اجارې موده: داوطلب باید د اجارې د مودې اوږدوالی (په کلونو او میاشتو) مشخص کړي؛

۷-       د میاشتني کرایې اندازه: داوطلب باید د میاشتني کرایې خپل وړاندیز په څرګند او مستدل ډول وړاندې کړي.

د آفر تضمین : اوس مهال قابل د تطبیق نه دی

د آفر پرانيستلو نېټه :  (۱۴۰۴/۱۱/۷) - (   ۱۰:۰۰)  بجې له غرمې مخکې.

د آفر پرانستولو ځای: د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو آمریت

يادونه: که چيرې د روان کال  (۱۴۰۴/۱۱/۷)  نېټه د حکومت لخوا په ناڅاپي ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي.

...

11 میاشتې ago

...

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۳۹
Background image

قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د ارزګان ولایت د پل سراب د ۴۰ متره اوږد پله د جوړولو پروژه

په همدې وسیله د ټولګټو وزارت د تدارکاتو اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکوي، د ټولګټو وزارت په پام کې لري؛ ترڅو د ارزګان ولایت د پل سراب  د ۴۰ متره اوږد پله د جوړولو پروژې قرارداد، چې د  (M . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۳:۳۹
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د کابل – بامیان سړک پر مسیر د ګردن‌دیوال په ساحه کې د استنادي دېوال د ترمیمولو او بیارغونې پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د کابل – بامیان سړک پر مسیر د ګردن‌دیوال په ساحه کې د استنادي دېوال د ترمیمولو او بیارغونې پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د تلو چارو د سمون ریاست اړوند د مرکز او ولایتونو د تلو په ساحه کې د ۱۴۰۵ مالي کال د اړتیا وړ سولر سیستم او وسایلو د تدارک او نښلولو پروژه د مؤجل مطلقې بیع له مخې

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د تلو  چارو د سمون ریاست اړوند د مرکز او ولایتونو د تلو په ساحه کې د ۱۴۰۵ مالي کال د اړتیا وړ سولر سیستم او وسایلو د . . .

Back to tenders