په پکتیکا ولایت کې د شرنې – مټاخان – زرمت د ۳۸.۷ کیلومتره سړک د اسفالټ چارې د شاوخوا ۵۵ سلنه فزیکي پرمختګ سره روانې دي
په پکتیکا ولایت کې د شرنې – مټاخان او د پکتیا ولایت تر زرمت ولسوالۍ پورې د ۳۸.۷ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د نږدې یو میلیارد افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې دي، چې دا مهال یې د ۵۵ سلنه فزیکي پرمختګ سره اسفالټ چارې روانې دي.
دغه سړک ټولټال ۱۱ متره پلنوالی لري، چې له دې ډلې ۱۰ متره یې په اسفالټ ډول رغول کېږي او دواړو خواوو ته یې نیم ـ نیم متر شولډرونه په پام کې نیول شوي دي. د یاد سړک په اوږدو کې د ۱۶۹ پایو پلګوټو، ۴۷۴ متره استنادي دېوالونو او ۲۲۴۰ متره سیخ لرونکو کانکریټي ویالو د جوړولو چارې شاملې دي، چې له ډلې یې د ۱۵۶ پایو پلګوټو، ګڼ شمېر استنادي دېوالونو او ویالو رغنیزې چارې بشپړې شوې دي.
د یاد سړک د رغونې په جریان کې د سیمې یو شمېر ماهرو او غیر ماهرو کارګرانو ته د کار زمینه برابره شوې ده او په بشپړېدو سره به یې د شرنې، مټاخان او زرمت ولسوالیو ترمنځ د ترانسپورتي ستونزو د حل سربېره به د کرنیزو محصولاتو په لېږد رالېږد کې هم د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.
