داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ د سړک پر مسیر، د دهن بي سرک په سیمه کې د لذیر سیند پر سر د نوي پل د جوړولو پروژه

kalim_admin
پروژه ساختمان پل جدید در ساحه دهن بی سرک واقع در مسیر سرک ولسوالی اشترلی ولایت دایکندی بالای دریای لذیر

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ د سړک پر مسیر، د دهن بي سرک په سیمه کې د لذیر سیند پر سر د نوي پل د جوړولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

داوطلبان کولای شي د شرطپاڼې سافټ کاپي او تخنیکي اسناد د ملي تدارکاتو محترم ریاست د افغانستان د برېښنايي او پرانیستو تدارکاتو(https://tenders.ageops.af) له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي.

داوطلبان دې خپل آفرونه د شرطپاڼې له درج شوو شرایطو او د تدارکاتو د اصولو له مخې، په تړلي او مهر شوي ډول، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د چنګاښ تر ۱۳مې نېټې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې په ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.

ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې لېږل شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفرونو د پرانیستلو غونډه به د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د چنګاښ په ۱۳مه نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ټولګټو وزارت په مقر جومات کې ترسره شي.

...

۱ کال ago

...

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۱:۴۹
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د پکتیا ولایت اړوند ګردېز – کابل پر مسیر د ګارډرېلونو د نصب پروژې چارې د ګردېز – کابل له 0+000 کیلومتر څخه تر 601+13 کیلومتره پورې

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د پکتیا ولایت اړوند ګردېز – کابل پر مسیر د ګارډرېلونو د نصب پروژې چارې د ګردېز – . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د مطالعاتو او پروژه سازۍ ریاست د اړتیا وړ دوه (۲) سیټه مکمل الاسباب کمپیوټري DGPS وسایلو د تدارک او پېرودلو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د مطالعاتو او پروژه سازۍ ریاست د اړتیا وړ دوه (۲) سیټه مکمل الاسباب کمپیوټري  DGPS وسایلو د تدارک . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۴۶
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د پرانستې ملي داوطلبۍ له لارې د عوایدو ریاست اړوندو ایجابي چارو د نصب او تنظیم په ګډون د۱۴۰۵ مالي کال لپاره د مطلق مؤجل بیعې پر اساس د هرات - اسلام قلعه د ټولپلازا د اړتیا وړ ۶۷ قلمه برقي وسایلو د تدارک او پېرودلو پروژه

  ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د پرانستې ملي داوطلبۍ له لارې د عوایدو ریاست اړوندو ایجابي چارو د نصب او تنظیم په ګډون د۱۴۰۵ مالي کال لپاره د مطلق . . .

Back to tenders