داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د لوګر ولایت د ټولګټو ریاست اړوند د دوو ملکیتونو د اجارې ورکولو خبرتیا

kalim_admin
اعلان دعوت به داوطلبی- اعلان پروژه اجاره ‌دهی دو باب ملکیت مربوط ریاست فواید عامه ولایت لوگر

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د لوګر ولایت د ټولګټو ریاست اړوند خپل دوه ملکیتونه، چې یو یې د پل علم ښار په مرکز کې استوګنیزه ودانۍ او بل یې د محمدآغې ولسوالۍ، د پل کندهاري بازار په سیمه کې د پل کندهاري د حق‌العبور استوګنیزه ودانۍ ده، په اجاره ورکړي.

له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه، چې په دې برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري، په درنښت بلنه ورکول کېږي؛ ترڅو د یادو ملکیتونو د سوداګریزو، صنعتي، خدماتي او یا نورو مناسبو فعالیتونو لپاره اغېزمنه، اقتصادي او د پلي کېدو وړ طرحه چمتو او د ۱۴۰۵/۴/۲۰ نېټې، د شنبې په ورځ، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د مزایدې او داوطلبۍ په پروسه کې د ګډون په موخه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت په ودانۍ کې، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري، مراجعه وکړي.

که چېرې ګډونوال د استازي له لارې ګډون کوي، استازی باید رسمي خط له خپلې طرحې سره ضمیمه ولري.

وړاندې کېدونکې طرحه باید لاندې موارد ولري:

۱. د ودانۍ د کارونې د موخې او ډول روښانه تشریح.

۲. د طرحې احتمالي اقتصادي او ټولنیزې ګټې.

۳. د اجارې موده؛ داوطلب باید د ودانۍ لپاره د خپلې غوښتل شوې اجارې موده په کلونو او میاشتو کې په څرګند ډول مشخصه کړي.

۴. د میاشتني کرایې اندازه؛ داوطلب باید د میاشتني کرایې وړاندیز په واضح، مشخص او مستند ډول وړاندې کړي.

د مزایدې او د طرحو د پرانیستلو نېټه او وخت: د ۱۴۰۵/ ۴/۲۰ نېټه، د سهار ۱۰:۰۰ بجې.

د اجرا تضمین: د ګټونکي داوطلب له لوري باید د یوه کال د وړاندیز شوې کرایې معادل تضمین، د بانکي تضمین یا نغدو پیسو په بڼه، وړاندې شي.

د طرحو د سپارلو ځای : ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست، د اجناسو تدارکاتو آمریت.

یادونه: که چېرې د ۱۴۰۵/۴/۲۰ نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، نو مزایده او د یادو طرحو پرانیسته به په لومړۍ راتلونکې کاري ورځ، په همدې اعلان کې په ټاکل شوي وخت او ځای کې ترسره شي.

...

11 میاشتې ago

...

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۱۸
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د سالنګونو د ساتنې او څارنې محترم ریاست د اړتیا وړ (۱۹) قلمه ټایرونو، چینونو او بیټریو د تدارک او پیرودلو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو  د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د سالنګونو د ساتنې او څارنې محترم ریاست د اړتیا وړ (۱۹) قلمه ټایرونو، چینونو او بیټریو د تدارک او . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۴:۶
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د کندز – شیرخان بندر د عمومي لویې لارې د اسفالتي سړک د فرش بیا ترمیمولو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د کندز – شیرخان بندر د عمومي لویې لارې د اسفالتي سړک د فرش بیا ترمیمولو پروژه (د سړک هغه برخې چې په کې عرضي او طولي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۴:۱۳
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د هلمند ولایت د مهاجر بازار تلې د سړک د کانکریټ اچونې او نښلولو پروژه

په همدې توګه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو اصولو له مخې په نظر کې لري؛ترڅو د هلمند ولایت د مهاجر بازار تلې د سړک د کانکریټ اچونې او نښلولو پروژې قرارداد، چې د MOPW/1405/W-009/NCB) تشخصیه . . .

Back to tenders