داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د سالنګونو د ساتنې اوڅارنې ریاست د اړتیا وړ ۳۰ قلمه اعاشوي توکو د تدارک او چمتو کولو پروژه

kalim_admin
اعلان دعوت به داوطلبی- پروژه تهیه و تدارک 30 قلم مواد اعاشوي مورد ضرورت ریاست حفظ و مراقبت سالنگها بابت سال مالی 1405

Publish Date

Closing Date

  ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د سالنګونو د ساتنې اوڅارنې ریاست د اړتیا وړ ۳۰ قلمه اعاشوي توکو د تدارک او چمتو کولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، چې د MOPW/1405/G- 37 NCB تشخصیه شمېرې لرونکې ده، ګډونوال کولای شي د شرطپاڼې له شرایطو سره سم، له اعلان وروسته خپل مهر او بند شوي آفرونه وسپاري.

د شرطپاڼې د ترلاسه کولو پته:

د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو آمریت، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت په ساحه کې، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، شرطپاڼه د فلش، مېمورۍ له لارې ترلاسه کړئ، همدارنګه تاسو کولای شې چې شرطپاڼه د ملي تدارکاتو محترم ریاست له ویب پاڼې هم تر لاسه کړئ.

د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه:

آفرونه به د ۱۴۰۵/ ۵/۵ نېټې، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو وسپارل شي، چې دا د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه او ضرب‌الاجل دی. ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین: د داوطلبۍ په روانو پروسو کې د آفر تضمین، د ملي تدارکاتو د محترم کمېسیون د( ۸۶۷) ګڼې پرېکړې له مخې، چې د۱۴۴۷/۸/۸ نېټې ده، د عقودو د قانون تر اړوندې کړنلارې تر نهايي کېدو پورې د تطبیق وړ نه دی.

د آفر پرانیستلو وخت:

۱۴۰۵/ ۵/ ۵ نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو

د آفر پرانیستلو ځای:

ټولګټو وزارت.

یادونه:که چېرې د روان ۱۴۰۵ کال د ۵/۵ نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به په راتلونکې کاري ورځ، په همدې ټاکلي وخت او هماغه ځای کې چې په دې مکتوب کې ذکر شوی، ترسره شي.

...

11 میاشتې 4 اونی ago

...

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۲:۴۷
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د (۳۲) عراده داغمه لرونکو وسایطو د مزایدې خبرتیا

د ټولګټو وزارت (۳۲)عراده داغمه لرونکي وسایط د مزایدې له لارې پلور ته وړاندې کوي. هغه کسان چې په مزایده کې ګډون کوي، مکلف دي چې د ټاکل شوي قیمت ۱۵فیصده پیسې د مزایدې له ترسره کېدو وړاندې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۲:۲۸
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د 1405 مالي کال لپاره د مطلقې مؤجلې بیې د پېرلو په اساس د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ (10) قلمه روغنیاتو د برابرولو او تدارک پروژه

په همدې وسیله ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د1405  مالي کال لپاره د مطلقې مؤجلې بیې د پېرلو په اساس د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ (10) . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۰:۴۳
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د پکتیا ولایت د غلګۍ په سیمه کې د تلې د بشپړ کمپلکس د جوړولو او احداث پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د پکتیا ولایت د غلګۍ په سیمه کې د تلې د بشپړ کمپلکس د جوړولو او احداث  پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د یادې . . .

Back to tenders