داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - په کندز ولایت کې د ټولګټو وزارت د اضافي موازي ځمکې د دوو ټوټو د اجارې ورکولو خبرتیا

kalim_admin
اعلان دعوت به داوطلبی- اعلان اجاره‌ دهی دو قطعه موازی زمین مازاد ملکیت وزارت فوایدعامه واقع ولایت کندز

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکوي، چې د کندز ولایت د څلوردرې ولسوالۍ د پل تر څنګ د خپلې اضافي موازي ځمکې دوه ټوټې، چې یوه یې (۳۴۱۲)مربع متره د شمال ختیځ لوري ته او بله یې (۲۳۶۲.۵) مربع متره د شمال لوېدیځ لوري ته موقعیت لري په اجاره ورکړي.

له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه، چې په دې برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري، په درناوي بلنه ورکول کېږي؛ ترڅو د یادې ځمکې پر سر د سوداګریزو، صنعتي، خدماتي او یا نورو تأسیساتو د جوړولو لپاره یوه اغېزمنه او د عملي کېدو وړ اقتصادي طرحه چمتو او د ۱۴۰۵/۵/۱ نېټې پورې یې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو آمریت ته، چې د صدارت څلورلارې، د کورنیو چارو وزارت د پخوانۍ ودانۍ، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.

که طرحه د استازي له لارې سپارل کېږي، استازی مکلف دی چې د رسمي خط / مکتوب کاپي هم له خپلې طرحې سره یو ځای وړاندې کړي.

طرحه باید لاندې موارد ولري:

۱- د ځمکې د کارونې موخې او ډول روښانه تشریح.

۲- د وړاندیز شویو تأسیساتو لومړنۍ طرحه، له نقشې او پلان سره.

۳- اقتصادي تحلیل او د لګښتونو لومړنۍ اټکل.

۴- د پروژې د پلي کېدو مهالوېش.

۵- د طرحې احتمالي اقتصادي او ټولنیزې ګټې.

۶- د اجارې موده: داوطلب باید د ځمکې د اجارې مطلوبه موده (په کلونو او میاشتو) په څرګند ډول مشخصه کړي.

۷- د میاشتنۍ کرایې اندازه: داوطلب باید د میاشتنۍ کرایې لپاره خپل وړاندیز په واضح، مستند او مشخص ډول وړاندې کړي.

د آفر تضمین : فعلاً د تطبیق وړ نه دی.

د طرحو د سپارلو او پرانیستلو وروستۍ نېټه: ۱۴۰۵/۵/۱، د سهار ۱۰:۰۰ بجې

د طرحو د سپارلو ځای: ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست، د اجناسو د تدارکاتو آمریت.

یادونه: که چېرې د ۱۴۰۵/۵/۱ نېټه د حکومت له خوا په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، نو د داوطلبۍ پروسه او د طرحو پرانیستل به په راتلونکې کاري ورځ، په هماغه ټاکلي وخت او هماغه ځای کې ترسره شي.

...

10 میاشتې 3 اونی ago

...

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۴:۱۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - په کندز ولایت کې د ټولګټو وزارت د اضافي موازي ځمکې د دوو ټوټو د اجارې ورکولو خبرتیا

ټولګټو وزارت ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکوي، چې د کندز ولایت د څلوردرې ولسوالۍ د پل تر څنګ د خپلې اضافي موازي ځمکې دوه ټوټې، چې یوه یې (۳۴۱۲)مربع متره د شمال ختیځ لوري ته او بله یې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۴۲
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د سالنګونو د ساتنې اوڅارنې ریاست د اړتیا وړ ۳۰ قلمه اعاشوي توکو د تدارک او چمتو کولو پروژه

  ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د سالنګونو د ساتنې اوڅارنې ریاست د اړتیا وړ ۳۰ قلمه اعاشوي توکو د تدارک او چمتو کولو پروژې د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۳۸
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ترازوګانو د چارو د تنظیم ریاست د اړتیا وړ ۲۹ قلمه توکو د تدارک او چمتو کولو پروژه

  ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ترازوګانو د چارو د تنظیم ریاست د اړتیا وړ ۲۹ قلمه توکو د تدارک او چمتو کولو پروژې د داوطلبۍ په . . .

Back to tenders