د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د دایکندي، غزني، کندز او میدان وردګ ولایتونو له یو شمېر مسئولینو او قومي مخورو سره وکتل
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین محترم الحاج مولوي محمداسماعیل غزنوي، د دایکندي ولایت د والي محترم مولوي تورجان احمدي، د غزني ولایت د علماوو شورا رئیس، د کندز ولایت د لېوا قومندان، د میدان وردګ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس محترم مولوي حبیب الله مجاهد او د غزني ولایت له یو شمېر نورو مسئولینو او قومي مشرانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې، راغلو مسئولینو محترم الحاج مولوي محمداسماعیل غزنوي ته د نوې دندې او مقررۍ له امله مبارکي وویله او په نوې دنده کې یې د لا بریاوو هیله څرګنده کړه.
د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د راغلو مسئولینو له راتګ څخه مننه وکړه او هغوی ته یې ښه راغلاست ووایه. نوموړي د هېواد د سړکونو رغولو، ساتنې او څارنې او معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ګډه همکاري او همغږي مهمه وبلله او د یادو ولایتونو د ترانسپورتي ستونزو د حل په برخه کې یې د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ.
