د کاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ سړک جوړولو چارې د څه باندې ٦٠٥ ميليونه افغانۍ په اررښت روانې دي

mopw_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱ - ۱۲:۱۰
د کاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ سړک جوړولو چارې د څه باندې ٦٠٥ ميليونه افغانۍ په اررښت روانې دي

د کاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ سړک جوړولو چارې د څه باندې ٦٠٥ ميليونه افغانۍ په اررښت روانې دي

د کاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ سړک پروژه څلور برخې لري (کله حود، جورغل، خارج او دره غچولان) چې ١٥ کيلومتره اوږدوالى، ٦.٦ متره سور، ٣٠ او ٧٢ متره په اوږدوالي ٢ پايه پل او ١١٩ پايه پلچک لري، د څه باندې ٦٠٥ ميليونه افغانۍ په ارزښت د يو ساختماني شرکت سره قرارداد شوى، د افغانستان حکومت لخوا تمويل کيږي او تر اوسه يې ۱۴.۳ فيصده چارې يې مخته تللې دي.

د دې پروژې تطبيق د کاپيسا ولايت اوسيدونکو ته د کار کولو فرصتونه رامنځته کړي دي.

د دې پروژې په بشپړيدو سره محلي اتصال (مرکز سره د ولسواليو نښلول) اقتصادي وده (زراعت انکشاف) د ژوند کولو وضعيت ښه والى د ځانه سره لري او همدارنګه سوداګريزو مرکزونو ته په خوندي توګه د اجناسو په انتقال کې اسانتياوې رامنځته کوي.

ټولګټو وزارت ـ کابل

زمرى ١، ١٣٩٩

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS