د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د پنځم لاټ د ترمیم پروژه چې 800+211 څخه تر 800+261 کیلومتره پورې او د فراه ولایت د ټولګټو وزارت د ساحې مربوط مسؤلیت کیږي
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د پنځم لاټ د ترمیم پروژه چې 800+211 څخه تر 800+261 کیلومتره پورې او د فراه ولایت د ټولګټو وزارت د ساحې مربوط مسؤلیت کیږي د پروژې قرارداد، چې د (MOPW/1405/W-059 /NCB) تشخصیه نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو اصولو له مخې دې د سینا جویا ساختماني، سړک جوړونې او ساختماني موادو تولید شرکت ته چې د جواز شمېره یې ( 65812) ده او د دایکندي ولایت د نیلي نوي ښارګوټي د حسین علي پهلوي عمومي سړک کې موقعیت لري، د قراردادونو د قانون له مخې چې قیمت یې ( (56,810,000 افغانۍ دي په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
