د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د ترمیماتو پروژه له 000+0 تر 500+19 او له 500+27 تر 000+67 کیلومتره پورې

kalim_admin
اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد – پروژه لات ترمیمات شاهراه عومی از دوراهی هلمند الی هرات اعتبار از 000+0 الی 500+19 و از 500+27 الی +000+67 کیلومتری

Publish Date

Closing Date

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د ترمیماتو پروژه له 000+0 تر 500+19 او له 500+27 تر 000+67 کیلومتره پورې  د هلمند ولایت د ټولګټو ریاست د مسؤلیت په ساحه کې راځي د پروژې قرارداد، چې د MOPW/1405/W-063/NCB ) تشخصیه نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو د اصولو له مخې د نیک نصیب ساختماني او سړک جوړونې شرکت ته، چې د جواز شمېره یې ( 64717)  ده او د هلمند مرکز لشکرګاه ښار کې موقعیت لري، د قراردادونو د قانون له مخې چې قیمت یې ( 57,746,617)  افغانۍ دي په قرارداد ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۰:۴۵
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د 1405 مالي کال لپاره د عوایدو ریاست د جنوبي او شمالي سالنګونو د ټولپلازاؤ آمریتونو د اړتیا وړ 3 قلمه محروقاتو د تدارک او چمتو کولو پروژه

په همدې اساس ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د1405  مالي کال لپاره د عوایدو ریاست د جنوبي او شمالي سالنګونو د ټولپلازاؤ آمریتونو د اړتیا وړ 3 قلمه . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۱:۱۴
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د شمالي او جنوبي سالنګونو د ټولپلازاوو د اړتیا وړ ۷۰ قلمه قرطاسیه ‌بابو د پېرلو پروژه د مطلقې مؤجلې بیعې پر اساس

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د شمالي او جنوبي سالنګونو د ټولپلازاوو د اړتیا وړ ۷۰ قلمه قرطاسیه ‌بابو د پېرلو پروژه د مطلقې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۳۶
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د لوګر - میدان وردګ سړک د بیارغونې او ترمیم پروژه له پل علم څخه تر نه برجه پورې

د داوطلبۍ شمېره : NPD/MOPW/1405/NCB/W-3178

د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د ټولګټو وزارت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د یادې پروژې د . . .

Back to tenders