ايران سره د اسلام کلا – دوغارون په لانجمنه سرحدي نقطه کې د سړک جوړونې اوږدمهاله معضله حل شوه

ناپیژنده (not verified)
جمعه ۱۳۹۹/۱۲/۲۹ - ۱۸:۵
ايران سره د اسلام کلا – دوغارون په لانجمنه سرحدي نقطه کې د سړک جوړونې اوږدمهاله معضله حل شوه

هرات - د افغانستان اسلامي جمهوريت او ايران تر منځ د اسلام کلا – دوغارون په لانجمنه سرحدي سيمه کې د هغه سړک په جوړولو توافق رامنځته شو، چې له لسيزو راهيسې يې د لانجمنې کرښې د حقوقي معضلې د موجوديت له امله د جوړولو چارې نه وې تر سره شوې او د نقليه وسايطو د تګ – راتګ پر وړاندې لويه معضله بلل کېدله، چې سوداګرو ته يې سرخوږی جوړ کړی و.

د سړک جوړونې په اړه دا دوه اړخيز کاري جوړجاړی په هغه مشترکه ناسته کې لاسليک شو چې د افغانستان اسلامي جمهوريت او ګاونډي هېواد ايران لخوا د ټاکل شويو هيئتونو لخوا جوړه شوې وه.

په دې ناسته کې د افغانستان له لوري د بهرنيو چارو وزارت، ټولګټو وزارت، دفاع وزارت، کورنيو چارو وزارت، د ښار جوړونې او ځمکو وزارت، ماليې وزارت، د سرحدونو او قبايلو وزارت، د ملي امنيت عمومي رياست او د هرات ولايت مقام  استازو ګډون کړی و.

ياد جوړجاړی د هغې مصوبې د اووم (۷) بند په رڼا کې تر سره شو، چې د ۱۳۹۹ کال په مېزان کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سرحدي چارو د مشترک کميسيون په شپږمه ناسته او ورسره ضميمه ډيپلوماټيک ياداښت کې درج شوی و.

د پورتنۍ مصوبې په رڼا کې په تخنيکي موضوعاتو  توافق د کب مياشتې په ۲۴ نېټه له هغې ليدنې وروسته نهايي شو، چې د افغانستان د ټولګټو وزير انجينر نجيب الله يمين او د ايران هېواد د سړکونو او ښارجوړونې وزارت د ځانګړي استازي سيد حسين مير شفيع تر منځ په کابل دايره شوې وه او د ياد سړک د جوړېدو پر څرنګوالي يې تفصيلي خبرې – اترې کړې وې.

IslamQala - Dogharun

دواړو هېوادونو پر دې هوکړه کړې چې د جوړېدونکي سړک پيل به له کرښې هاخوا د دوغارون ګمرک له تمځای څخه پيل کېږي او د ۵۰۰ مترو په اوږدوالي سره به د اسلام کلا ګمرک تر لومړي تمځای پورې جوړېږي.

همدارنګه د سړک جوړولو په بشپړ څرنګوالي، ډيزاين، تخنيکي مشخصاتو او د څارنې دپاره د تخنيکي استازو پر ټاکلو هم سره صلاح شوي دي، چې ورسره د هغوی د مشترکو او انفردي مسووليتونو يادونه هم شوې ده.

اوسمهال د اسلام کلا - دوغارون د دواړو ګمرکونو تر منځ غځېدلي لاره برسېره پر دې چې کافي پراخوالی نلري، په ډېر بد وضعيت کې هم قرار لري او په ځانګړې توګه په  نابرابرو موسمي حالاتو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د تجارتي توکو د انتقال پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کوي؛ نو دا د ډېرې خوښي ځای دی چې د دې سړک په جوړولو سره به يادې ستونزې هوارې شي.

IslamQala - Dogharun

دغه سړک به ۴۵ متره سور ولري او د دو طرفه جادې په شکل به جوړېږي، داسې چې هر لوري ته يې پر يوه وخت درې – درې قطاره موټر تګ – راتګ وکولای شي او په دې سره به د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګر دپاره اسانتياوې او د تجارتي مالونو د انتقال پروسه کې لوی بدلون او چټکتيا رامنځته شي.

د يادونې وړ ده چې ټولګټو وزارت قدم – په قدم د افغانستان اسلامي جمهوريت اقتصادي سياست ته د عمل جامه وراغوندي.

د ټولګټو وزير ښاغلي انجينر نجيب الله يمين په وينا د اسلام کلا – دوغارون تر منځ د سړک اساسي رغونه د افغانستان د ټرانزيټي معضلو د هواري په برخه کې يو لوی پرمختګ دی چې له لسګونه کلونو ځنډ وروسته رامنځته کېږي او دا د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني هغه پراخ ليدلوري ته د عمل جامه ور اغوندي، چې د سيمه ييز اتصال له لارې افغانستان د اسيا په څلورلارې او خوځنده اقتصادي دهلېز بدلوي.

 

د ټولګټو وزارت مطبوعاتي ټيم - کابل

۲۸ / کب/۱۳۹۹

...

6 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۹:۱۴
Background image

په تېره اوونۍ کې د ټولګټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې 178421مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د کب/حوت میاشتې له ۱۵مې نېټې څخه تر ۲۱مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې 178421  مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په نورمال ډول جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې تردامهاله د انتقالاتو په برخه کې هېڅ ډول خنډ شتون نه لري او د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په عادي او منظم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۲۸
Background image

د ۱۴۰۳ هـ. ش کال د ۱۱ میاشتو په پرتله د سږکال د ۱۱ میاشتو په انتقالاتو کې ۳۳.۳ سلنه زیات والی راغلی

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حمل میاشتې له پیله د دلوې میاشتې تر پایه پورې، د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلیو له لارې ټولټال(۵۳۸۷۵۴۹) مېټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې. . .

BACK TO NEWS