بامیان: د بغلان – بامیانو د پنځمې برخې سړک رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۵:۲۹
بامیان: د بغلان – بامیانو د پنځمې برخې سړک رغنیزې چارې دوام لري

د بغلان – بامیانو پنځمه برخه سړک، چې ۱۹.۵ کیلومتره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري، د بامیانو ولایت د شیبر ولسوالۍ له بابکه باغک کلي څخه پیل او د دې ولسوالۍ تر تاقه دکان کلي پورې غځیږي.

د سړک د دې برخې په اوږدو کې ۲ پایې پُلونه، ۱۰۷ پایې پُلګوټي، ۱۲۹۲ متره کانکریټي استنادي دیوال، ۱۲۵۳۷ متره مکعب ډبرین استنادي دیوال او ۱۴۳۰ متره د اوبو لښتې لري هم په اساسي ډول سره جوړیږي.

د سړک دا پروژه د ټولګټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوي چې مالي لګښت یې د نړۍوال بانک لخوا ورکول کیږي چې اوس مهال یې رغنیزې چارې روانې دي.

د دې پروژې د رغنیز کار پرمهال به د سیمه نارینه اوسېدونکو ته ۱۵۰۰۰ کاري ورځې او ښځینه اوسېدونکو ته ۱۰۰۰ کاري ورځې رامنځته کړي.

د دوشي – بامیانو سړک، د سالنګ لویې لارې غوره بدیل ګڼل کیږي؛ چې د سالنګ لویې لارې د بندېدلو په صورت کې به له دې لارې څخه د تګ راتګ په موخه ګټه اخیستل کیږي.

یاد سړک، د شمال – سویل ترانسپورتي دهلیز برخه ده؛ چې د هیواد د شمالي ولایتونو، مرکزي آسیا او پلازمینې کابل ترمنځ د

سوداګریزو توکو په لیږد - رالیږ کې به ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي.

همدارنګه د دوشي بامیانو د سړک د دې برخې له جوړیدو سره به د بامیانو ولایت د شیبر ولسوالۍ د بابکه باغک، خاکمتکی، بازار کهنه باغک، بازار باغک، زر زرک، کوته رئیس، حصارک، تاقه دکان سیمې سره ونښلوي او د دې سیمو د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې به هوارې کړي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۲۹
Background image

په بغلان ولایت کې د ساتنې او څارنې دوه پروژې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د بغلان ولایت د پلخمري – کندز لویې لارې د ترمیم او داغ‌ګیرۍ چارې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ازښت او د پلخمري –  دوشي لویې لارې اړوند د کفترخانې په سیمه کې د ۳۵ مترو په اوږدوالي د استنادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د اوسپنېزې لارې ادارې عمومي رئیس د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه‌ ییزه غونډه کې د ګډون په موخه قزاقستان هېواد ته روان شو

د ا.ا.ا د اوسپنېزې لارې ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه ییزه غونډه کې د ګډون په موخه د قزاقستان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

BACK TO NEWS