خبرتیا

mopw_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۸ - ۱۴:۴۷
خبرتیا

خبرتیا

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په جنوبي سالنګ کې د واورې اورښت دوام لرل خو په شمالي سالنګ کې نرم باد لګیدلی، دا مهال یاده لار د باربرې وسایطو پرته د نورو وسایطو پرمخ پرانیستې ده، موټر چلونکې دې له یادې لارې څخه د تیریدو پر مهال د چین تړلو ترڅنګ ټاکل شوي سرعت او ټاکل شوي وزن ته په کلکه پاملرنه وکړي، همدارنګه تودې جامې، احتیاطې خوراکې توکي، او اضافي تیل دي له ځان سره ولري.

په ورته وخت کې د بدخشان ولایت د کشم ـ فیض آباد لار په لایقه ارباب سرور سیمه کې د سیلاب د پاتې شونو له امله تړل شوي دغه راز د بامیانو ولایت د شاتو ت کوتل، د پنجشیر ولایت د پریان ولسوالۍ او انجمن کوتل لارې او د کابل ـ غور لویې لار د بکک کوتل د ورستیو اورښتونو له امله تړل شوي چې دامهال یې د ټولګټو وزارت د ولایتي ریاستونو لخوا د پرانیستلو هڅې رواني دي.

د یادوني وړ ده، چې د خوست ـ پکتیا لار د څټو کنډو اړوند سیمه کې د غر ښویدني له امله تړل شوي وه، د پکتیا ولایت د ټولګټو ریاست لخوا پاکه او دا مهال د موټرو پرمخ پرانستل شوي.

د ټولګټو وزارت – کابل

لیندۍ ۱۸، ۱۳۹۹

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۳
Background image

د کندهار– سپین‌بولدک او سپین‌بولدک – وېش سړکونو د جوړولو پروژې د ټولګټو وزارت له لوري جریان لري

په کندهار ولایت کې د کندهار– سپین‌بولدک سړک د دویم لاټ او د سپین‌بولدک–وېش سړک د جوړولو پروژې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، چې دا مهال یې چارې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

BACK TO NEWS