داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د ایبک ـ پلخمري د عمومي لویې لارې د سړک د داغګیرۍ او ترمیم پروژه

kalim_admin
اعلان دعوت به داوطلبی – پروژه داغگیری مسیر شاهراه عمومی ایبک - پلخمری

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ایبک ـ پلخمري د عمومي لویې لارې د سړک د داغګیرۍ او ترمیم پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

علاقمند داوطلبان کولای شي د شرطپاڼې او تخنیکي اسنادو سافټ کاپي د ملي تدارکاتو ریاست له  (https://tenders.ageops.af )  وېبپاڼې او د افغانستان د پرانیستو برېښنايي تدارکاتو له سیسټم څخه ترلاسه کړي.

داوطلبان دې خپل آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو او د تدارکاتو له اصولو سره سم، په مهر او تړل شوې بڼه، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۶/۱ هـ.ش نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.

ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفرونو د پرانیستې غونډه به د۱۴۰۵/۶/۱ هـ.ش نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ټولګټو وزارت مقر په جومات کې ترسره شي.

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۳:۴۴
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د درېیمې قطعې (1435 ملي ‌متره ګیج) اړوند د یوه کرېندار درزین د چمتو کولو او تدارک پروژه

په همدې وسیله ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د خواف – هرات د اوسپنیزې لارې د درېیمې قطعې (1435 ملي ‌متره ګیج) اړوند د یوه کرېندار درزین د چمتو کولو او . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۵
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا -  د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د بلخ ولایت په خلم ولسوالۍ کې، د عوایدو ریاست اړوند ټولپلازاوو د اړتیا وړ ۲۵ بابو کانتینرونو د چمتو کولو او تدارک پروژه لومړی لاټ او ۲۵ بابو کانتینرونو د چمتو کولو او تدارک پروژه دویم لاټ

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د بلخ ولایت په خلم ولسوالۍ کې، د عوایدو ریاست اړوند ټولپلازاوو د اړتیا وړ ۲۵ بابو کانتینرونو د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۵۷
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د پلخمري – سمنګان عمومي لویې لارې د ویجاړو شویو برخو د ترمیم پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د پلخمري –  سمنګان  عمومي لویې لارې د ویجاړو شویو برخو د ترمیم  د پروژې د داوطلبۍ . . .

Back to tenders