داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د بلخ ولایت لومړۍ ناحیې د شاديان سړک ختیځ لوري ته د ټولګټو وزارت (۳۵٫۷۶) جریبه اضافي ځمکې د اجارې ورکولو خبرتیا

kalim_admin
( 35،76) جریب زمین مازاد ملکیت وزارت فواید عامه واقع بلخ ناحیه اول شرق سرک شادیان)

Publish Date

Closing Date

ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې ټولګټو وزارت په پام کې لري؛ ترڅو د بلخ ولایت لومړۍ ناحیې د شاديان سړک ختیځ لوري ته د ټولګټو وزارت (۳۵٫۷۶) جریبه اضافي ځمکه په اجاره ورکړي.

له ټولو حقیقي اوحکمي اشخاصو څخه چې په دې برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري په درنښت بلنه ورکول کېږي؛ تر څو خپلې  اقتصادي او د تطبیق وړ طرحې د یادې ځمکې پر سر د بېلابېلو تأسیساتو لکه: (تجارتي، صنعتي، خدماتي او نورو) د جوړولو په موخه ترتیب او د (۱۴۰۵/۶/۱۷) نېټه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو آمریت ته، چې په صدارت څلورلارې کې، د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

 یادې طرحې باید لاندې ټکي ولري:

۱- د ځمکې د کارونې هدف او روښانه ډول تشریح

۲- د وړاندیز شوو تأسیساتو ابتدایي طرحه

۳- اقتصادي تحلیل او د لګښتونو لومړنی اټکل

۴- د پروژې د تطبیق مهالویش

۵- د طرحې اقتصادي او ټولنیزې ګټې

۶- د اجارې موده (په کلونو او میاشتو)

۷- د میاشتنۍ کرایې وړاندیز، په واضح او مستند ډول

د اجراء تضمین: د اوس لپاره د تطبیق وړ نه دی.

د طرحو د سپارلو او پرانیستلو وروستۍ نېټه: ۱۴۰۵/۶/۱۷، د سهار ۱۰ بجې

د طرحو د سپارلو ځای: د ټولګټو وزارت، د تدارکاتو ریاست، د اجناسو آمریت

یادونه: که چېرې یاده نېټه (۱۴۰۵/۶/۱۷) د دولت له خوا په ناڅاپي ډول رخصت اعلان شي، داوطلبي او د طرحو پرانیستنه به په بله کاري ورځ کې په همدې وخت او ځای کې ترسره شي.

...

۱ کال ago

...

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۵:۶
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د کابل ولایت برې ارغندۍ په سیمه کې د ټولپلازا د جومات بیارغولو پروژه

    د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د کابل ولایت برې ارغندۍ په سیمه کې د ټولپلازا د جومات بیارغولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د یادې . . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۴۲
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د بلخ ولایت لومړۍ ناحیې د شاديان سړک ختیځ لوري ته د ټولګټو وزارت (۳۵٫۷۶) جریبه اضافي ځمکې د اجارې ورکولو خبرتیا

ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې ټولګټو وزارت په پام کې لري؛ ترڅو د بلخ ولایت لومړۍ ناحیې د شاديان سړک ختیځ لوري ته د ټولګټو وزارت (۳۵٫۷۶) جریبه اضافي ځمکه په اجاره ورکړي.

ل . . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۳:۳۰
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د لغمان ولایت د دولت ‌شاه ولسوالۍ (550) متره عمومي سړک د چړایي د کانکریټ اچولو پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو اصولو له مخې ټولو ته خبر ورکوي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د لغمان ولایت د دولت ‌شاه ولسوالۍ (550)  متره عمومي سړک د چړايي د کانکریټ اچولو پروژې قرار . . .

Back to tenders