داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ د سړک پر مسیر، د دهن بي سرک په سیمه کې د لذیر سیند پر سر د نوي پل د جوړولو پروژه

kalim_admin
پروژه ساختمان پل جدید در ساحه دهن بی سرک واقع در مسیر سرک ولسوالی اشترلی ولایت دایکندی بالای دریای لذیر

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ د سړک پر مسیر، د دهن بي سرک په سیمه کې د لذیر سیند پر سر د نوي پل د جوړولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

داوطلبان کولای شي د شرطپاڼې سافټ کاپي او تخنیکي اسناد د ملي تدارکاتو محترم ریاست د افغانستان د برېښنايي او پرانیستو تدارکاتو(https://tenders.ageops.af) له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي.

داوطلبان دې خپل آفرونه د شرطپاڼې له درج شوو شرایطو او د تدارکاتو د اصولو له مخې، په تړلي او مهر شوي ډول، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د چنګاښ تر ۱۳مې نېټې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې په ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.

ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې لېږل شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفرونو د پرانیستلو غونډه به د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د چنګاښ په ۱۳مه نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ټولګټو وزارت په مقر جومات کې ترسره شي.

...

11 میاشتې ago

...

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۳:۳۹
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د کابل – بامیان سړک پر مسیر د ګردن‌دیوال په ساحه کې د استنادي دېوال د ترمیمولو او بیارغونې پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د کابل – بامیان سړک پر مسیر د ګردن‌دیوال په ساحه کې د استنادي دېوال د ترمیمولو او بیارغونې پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د تلو چارو د سمون ریاست اړوند د مرکز او ولایتونو د تلو په ساحه کې د ۱۴۰۵ مالي کال د اړتیا وړ سولر سیستم او وسایلو د تدارک او نښلولو پروژه د مؤجل مطلقې بیع له مخې

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د تلو  چارو د سمون ریاست اړوند د مرکز او ولایتونو د تلو په ساحه کې د ۱۴۰۵ مالي کال د اړتیا وړ سولر سیستم او وسایلو د . . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا-د آقینې اوسپنې پټلۍ تمځای د درېیو (۳) لیول کراسنګونو د اساسي ترمیم او د آقینې تمځای د څلورمې فرعي کرښې ترڅنګ د سړک د جغل اچونې پروژه

په همدې وسیله د ټولګټو وزارت د تدارکاتو اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکوي، چې د ټولګټو وزارت په پام کې لري ترڅو د آقینې اوسپنې پټلۍ تمځای د درېیو (۳) لیول کراسنګونو د اساسي ترمیم او د . . .

Back to tenders