داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ټولګټو وزارت د ترازوګانو د چارو د تنظیم ریاست د اړتیا وړ د A11 پوس بانک کاغذ د یوه قلم جنس د برابرولو او پېرودلو پروژه
Publish Date
Closing Date
د ټولګټو وزارت له ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو څخه غوښتنه کوي چې( د ټولګټو وزارت د ترازوګانو د چارو د تنظیم ریاست د اړتیا وړ د A11 پوس بانک کاغذ د یوه قلم جنس د برابرولو او پېرودلو پروژې) په داوطلبۍ کې، چې د مطلق مؤجل بیع پر بنسټ ترسره کېږي او د MOPW/1405/G-22/NCB تشخیصي شمېرې لرونکې ده، ګډون وکړي او خپل تړلي آفرونه (وړاندیزونه) د شرطپاڼې له شرایطو سره سم د اعلان له خپرېدو وروسته وسپاري.
داوطلبان کولای شي شرطنامه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو له آمریت څخه، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت ترڅنګ او د ملي احصایې او معلوماتو ادارې پهڅنګ کې موقعیت لري، د فلش میمورۍ(Flash Memory) له لارې ترلاسه کړي، یا یې هم د ملي تدارکاتو ادارې د وېبپاڼې د اعلاناتو له برخې څخه ترلاسه کړي.
د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه ۱۴۰۵/ ۴/ ۴ هـ.ش د سهار ۱۰:۰۰ بجې ده. ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې لېږل شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر پرانیستلو وخت:
۱۴۰۵/ ۴/ ۴ هـ.ش، د سهار ۱۰:۰۰ بجې.
د آفر پرانیستلو ځای:
ټولګټو وزارت.
یادونه:
که چېرې د ۱۴۰۵/ ۴/ ۴ هـ.ش نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول رخصتي اعلان شي، د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به په راتلونکې کاري ورځ، په همدې وخت او هماغه ځای کې چې په دې اعلان کې ذکر شوي، ترسره شي.
