داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د کابل – لغمان پر عمومي لویه لار د ګارډرېلونو د نصبولو پروژه

kalim_admin
: پروژه نصب گارد ریل ها در مسیر شاهراه عمومی کابل - لغمان

Publish Date

Closing Date


ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ترڅو د کابل لغمان پر عمومي لویه لار، له ۰+۰۰۰ څخه تر ۶۷+۵۴۰ پورې، د پلچرخي له دروازې څخه تر استحکامي پل پورې د ګارډرېلونود نصبولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

علاقهمند داوطلبان کولای شي د شرطپاڼې او تخنیکي اسنادو سافټ کاپي د ملي تدارکاتو ریاست له(https://tenders.ageops.af) وېبپاڼې او د افغانستان د پرانیستو برېښنايي تدارکاتو له سیسټم څخه ترلاسه کړي.

داوطلبان باید خپل آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو او د تدارکاتو له اصولو سره سم، په مهر او تړل شوې بڼه، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د۱۴۰۵/۴/۲۴هـ.ش نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.

ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفرونو د پرانیستې غونډه به د ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ.ش نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ټولګټو وزارت مقر په جومات کې ترسره شي.

...

10 میاشتې ۱ اونی ago

...

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۰:۴۹
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د کابل – لغمان پر عمومي لویه لار د ګارډرېلونو د نصبولو پروژه


ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ترڅو د کابل لغمان پر عمومي لویه لار، له ۰+۰۰۰ څخه تر ۶۷+۵۴۰ پورې، د پلچرخي له دروازې څخه تر استحکامي پل پورې د ګارډرېلونود . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۰:۳۸
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د جبل السراج – سروبي پر عمومي لویه لار، د احمد بېګ له غونډۍ څخه تر سروبي پورې د ګارډرېلونو د نصبولو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ترڅو د جبل السراج – سروبي پر عمومي لویه لار، د احمد بېګ له غونډۍ څخه تر سروبي پورې د ګارډرېلونو د نصبولو پروژې د داوطلبۍ په . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۳۹
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ټولګټو وزارت د اضافي ملکیت د دوو موازي ځمکو د اجارې خبرتیا  

 ټولګټو وزارت ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د کندز ولایت، د چهاردرې ولسوالۍ په جوار کې د خپل اضافي ملکیت اړوند دوه موازي ځمکې، چې یوه یې ۳۴۱۲ متره مربع د شمال ختیځ لوري ته او بله یې . . .

Back to tenders