داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د یکاولنګ ولسوالۍ د بازار له پای څخه د پنجاب ولسوالۍ تر مرکز پورې د بامیان - دایکندي لویې لارې د ترمیم او جغل اچونې د سړک د فرش ترمیم، پلګوټو او استنادي دېوالونو د جوړولو پروژه

kalim_admin
اعلان دعوت به داوطلبی –  پروژه ترمیم و جغل اندازی شاهراه دایکندی فرش سرک، پلچک و دیوار استنادی از ختم بازار ولسوالی یک ولنگ الی مرکز ولسوالی پنجاب

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د یکاولنګ ولسوالۍ د بازار له پای څخه د پنجاب ولسوالۍ تر مرکز پورې د بامیان - دایکندي لویې لارې د ترمیم او جغل اچونې د سړک د فرش ترمیم، پلګوټو او استنادي دېوالونو د جوړولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

علاقمند داوطلبان کولای شي د شرطپاڼې او تخنیکي اسنادو سافټ کاپي د ملي تدارکاتو ریاست له  (https://tenders.ageops.af )  وېبپاڼې او د افغانستان د پرانیستو برېښنايي تدارکاتو له سیسټم څخه ترلاسه کړي.

داوطلبان دې خپل آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو او د تدارکاتو له اصولو سره سم، په مهر او تړل شوې بڼه، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۵/۲۵ هـ.ش نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.

ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفرونو د پرانیستې غونډه به د۱۴۰۵/۵/۲۵ هـ.ش نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ټولګټو وزارت مقر په جومات کې ترسره شي.

...

11 میاشتې 4 اونی ago

...

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۲:۴۷
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د (۳۲) عراده داغمه لرونکو وسایطو د مزایدې خبرتیا

د ټولګټو وزارت (۳۲)عراده داغمه لرونکي وسایط د مزایدې له لارې پلور ته وړاندې کوي. هغه کسان چې په مزایده کې ګډون کوي، مکلف دي چې د ټاکل شوي قیمت ۱۵فیصده پیسې د مزایدې له ترسره کېدو وړاندې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۲:۲۸
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د 1405 مالي کال لپاره د مطلقې مؤجلې بیې د پېرلو په اساس د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ (10) قلمه روغنیاتو د برابرولو او تدارک پروژه

په همدې وسیله ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د1405  مالي کال لپاره د مطلقې مؤجلې بیې د پېرلو په اساس د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ (10) . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۰:۴۳
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د پکتیا ولایت د غلګۍ په سیمه کې د تلې د بشپړ کمپلکس د جوړولو او احداث پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د پکتیا ولایت د غلګۍ په سیمه کې د تلې د بشپړ کمپلکس د جوړولو او احداث  پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د یادې . . .

Back to tenders