دایکنډي: د نیلي – ګیزاب سړک د ترمیم کار پیل شو

ashraf_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱ - ۱۲:۳۷
دایکنډي: د نیلي – ګیزاب سړک د ترمیم کار پیل شو

د نیلي – ګیزاب سړک، د ترمیم او پلنوالي کار د دایکنډي ولایت د سیمه اییزو چارواکو په شتون کې پیل شو.

دا سړک، چې ۳.۳ کیلومتره اوږدوالی لري د دایکنډي ولایت د پاتو ولسوالۍ له تمزان کلي څخه پیل د اروزګان ولایت تر ګیزاب ولسوالۍ پورې غځېدلی.

د یادې ترمیماتي پروژې کار له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره قرارداد شوی دی، چې له بشپړېدو سره به یې د دایکنډي پاتو ولسوالۍ د اروزګان له ګیزاب ولسوالۍ سره ونښلول شي.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS