د بد خشان – تخار لویې لارې د ویجاړو برخو او استنا دي دیوالونو د ترمیم کار د څه باندې ۱۲ میلونه افغانیو په ارزښت جریان لري
د بدخشان ولایت اړوند، د تخار- بدخشان لویې لارې د ۱۰۲ کیلو متره سړک د ویجاړو برخو، د ۵۲۵ متره استنادي دیوالونو د ترمیم او د کشم ولسوالۍ د تلې دواړو خواوو ته د ۶۰ متره مکعب کانکریټ اچونې کار؛ د ټولګټو وزارت او یو ودانیز او سړک جوړونې شرکت ترمنځ؛ د ۱۲۳۳۷۰۳۴ افغانیو په ارزښت قرار داد شوی چې دا مهال یې د ترمیم چارې عملاً جریان لري.
د یادونې وړ ده چې، د یادې پروژې په بشپړېدو سره به په دغه لاره د تلونکو مسافرو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او خلک به په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي.