د تخار د ینګي کلا ـ چاه آب سړک رغنیز کار دوام لري

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۵ - ۱۲:۴۹
د تخار د ینګي کلا ـ چاه آب سړک رغنیز کار دوام لري


د د تخار ولایت د ینګي کلا او چاه آب ولسوالیو تر منځ غځيدلي سړک د جوړلو چارې له ۲۷.۳۶ سلنه پرمختګ سره دوام لري، یاد سړک چې ۱۰ متر پلنوالی او په بیلابیلو اندازو کې ۵۲ پایې پُلګټو او دغه راز ۲۵۶۰ متره ستنادي دیوال هم لري.

دا پروژه چې د ماورای کوکچه سړک څلورمه برخه ده، د افغانستان حکومت په مالي مرسته له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوي.

د یاد سړک په بشپړيدو به د سیمې ګڼ کلي له یو بل سره ونښلي او دغه راز به د خلګو په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته شي.

د ټولګټو وزارت ـ کابل

د وري ۵مه ۱۴۰۰

...

7 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په فاریاب ولایت کې د میمنې - فردوس ولسوالۍ د ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې روانې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د فاریاب ولایت اړوند د میمنې – فردوس سړک د اساسي رغونې چارې له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې دي، چې دا مهال عملاً جریان لري.

یاد سړک، د ۲۵ کیلومتره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د کندهار – سپین بولدک دویم لین سړک دویم لاټ رغنیزې چارې ۹۷ سلنه بشپړې شوې دي

د کندهار – سپین بولدک سړک د هېواد له مهمو او ترانزیټي مسیرونو څخه دی، چې د کندهار له مرکز څخه پیل د وېش بازار ترحدودو پورې رسیږي، د دغه سړک د دویم لین رغنیزې چارې له وړاندې پيل شوې وې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۹
Background image

د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې دي، چې دا مهال یې  رغنیزې چارې. . .

BACK TO NEWS