د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین – ینګي قلعه ولسوالۍ د سړک د آسفالت اچوونې چارې جریان لري
د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین – ینګي قلعه ولسوالۍ د سړک د رغوونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې وې، چې اوس مهال یې د آسفالت اچوونې چارې پیل شوې او جریان لري.
دغه سړک ۲۸.۶ کیلومتره اوږدوالی لري چې په اوږدو کې یې د ۵۶ پایو پلګوټو او ۵.۳ کیلومتره کانکریټي ویالو د جوړولو چارې شاملې دي چې تر اوسه د ۴۲ پایو پلګوټو او ۳.۸ کیلومتره ویالو د جوړولو چارې بشپړې شوې او د پاتې برخو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي.
د یادونې وړ ده، چې ټولګټو وزارت د خلکو د تګ راتګ د اسانتیا په موخه په دغه ولایت کې د یو شمېر نورو پروژو چارې هم پیل کړې دي
